اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو د عمومي ا??مبلۍ ??خو?? د منظور كړې شوي قرارداد هرکلے کړے چې پکښې اسرائيلي قابضو چارواكو څخه د فلسطين سيمو پرېښودلو او د فلسطيني رياست جوړولو غوښتنه شوې ده۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ دلته خپل اوونيز ??رېس بريفنګ کښې ووئيل په غزه کښې نسل وژنه بايد ختمه شي۔ دې ووئیل د فوډ پوائنټس ٬ روغتونونو او د پناه ځايونو په شمول هر ځاے كښې وګړي بې درېغه او په بې توپیره توګه وژلے کیږي۔ وياندې ووئيل دا بشري وضعیت په سمدستي توګه نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري۔ د سوريه په حالاتو ژوره اندېښن?? څرګندولو سره دې ووئيل روانه وضعه به سيمه لا بې ثباتۍ سره مخ كړي او دې سره به د ترهګرو تنظيمونو ډاډګيرنه اوشي۔ دې په سوريه كښې د سولې او سلامتيا په حاجت او د روانې وضعې بهترۍ له د سوريه د يووالي ٬ خپلواكۍ او سيمه ايز ??حدت په ځاے ساتلو له د نړيوالو هڅو په اهميت زور راوړو۔