اسلام آباد۔27نومبر(اے پی پی) د شورؤ په ورځ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي د كے پي كے وزيراعلی په دويم ځل تېښتېدو نه يوازې دا چې د پښتنو سپكاوے وكړو بلكې د بزدلۍ نوے تاريخ يۍ هم رقم كړو ٬ د ځاني ا?? مالي زيان حساب به علي ا??ين ګنډاپور او بشری بي بي څخه اخ??تلې شي۔ امير مقام د پي ټي آئي د احتجاج او تېښتې په اړه خپل غبرګون كښ?? ووئيل د علي ا??ين او بشری نيازي مړانه عجيبه ده چې د شپې په تياره كښې كاركنان پرېدې وتښتي ا?? سهار پرېس كنفرنس كوي۔ ده ووئيل دوئي دې اووائي چې دوئي كاركنان پرېښودل او مانسهرې ته څنګه ورسېدل؟ امير مقام ووئيل ما وړاندې وئيل?? وو چې دا فائنل كال نه مس كال دے٬ د دې خلقو ايجنډا وينه تويول وو كومه چې ترسره نه شوه۔ ده ووئيل دا كوم ګوند نه دے بلكه يوه ډله ده كومه چې د هېواد د غېر مستحكم كولو په ايجنډا كار كوي۔ امیر مقام ووئيل علي ا??ين ګنډاپور موقعې څخه وتښتېد او اوس د درغو ادعاګانې كوي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د امن سبوتاژ كولو منصوبه بندي شوې وه۔ د صوبائي حكومت وسائلو بې درېغه كارول د صوبې اولس سره زياتے دے۔ امیر مقام ووئيل وسائل د اولس خېر ښېګړې له د كارولو په ځاے په وفاق بريد وكړے شو۔ ده زياته كړه چې په وفاق بار بار بريد كول د غندنې وړ عمل دے