اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د سعودي پايه تخت ریاض كښې د وفاقي وزيرانو عبدالعلیم خان او مصدق ملك د سعودي چارواكو سره د اعلیٰ پائې غونډه وشوه چې پكښې د پاك سعودي لويې سرمایه كارۍ روډ میپ ترسره كولو له د خيالاتو څرګندونه وشوه او د سعودي پلاوي د اوسنۍ پاكستان دورې او د وزیراعظم د سعودی عرب دورې په رڼا كښې لوظنامو ل?? عملي شكل وركولو ته اتفاق وكړے شو۔ جاري شوي پرېس ریلیز له مخې د سعودي ع??ب د سرمایه كارۍ وزير شیخ خالد بن عبدالعزیز الفالح سره اعلیٰ پائې پلاوي په ریاض كښې د پاكستان څخه په دوره تللي د سرمایه كارۍ بورډ، د نجكارۍ او مواصلات وزير عبدالعلیم خان او د پټرولیم وزير مصدق ملك د اعلیٰ افسرانو سره غونډه وشوه چې پكښې دوا??و هېوادونو كښې د ترسره شوو اېم او یوز او بېلو څانګو كښې د سرمایه كارۍ په لوظنامو د عملدرآمد جاج واخستلے شو۔د سعودي د سرمایه كارۍ وزير شیخ خالد بن عبدالعزیز الفالح وفاقي وزيرانو ته سعودي كښې هركلے وئيلو سره ووئيل د هغوي دا دوره به په زړه پورې او ګتوره د?? ٬ ?? كومي په تناظر كښې چې د سباؤن د پیشرفت جاج اخستلے كېږي۔ده د سرمایه كارۍ بورډ وفاقی وزیر له په 25 او 26 نومبر سعودي ع??ب كښې كيدونكې ایكسپو كښې د ګډون بلنه وركولو سره پاكستان كښې د سرمایه كارۍ لپاره د هر ممكن مرستي باور وركړو۔ده ووئيل د پاكستان معیشت او تجارت ودې له به د ماضي غوندې سباؤن كښې هم سعودي ع??ب بشپړ كردار ترسره كوي او كومي څانګي چې په ګوته كړې شوي هغې كښې به سرمایه كاری نوره هم زياتولې شي۔ په خپلو خبرو كښې وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د سعودی چارواكو ته ووئيل پاكستان به د سرمایه كارۍ لپاره د مهمو څانګو ترجیحی فهرست له مخې عملدرآمد باوري كوي او ښه ماحول وركولو سره سره به د سعودي سرمایه كارو له هر ډول آسانۍ وركوي۔ده ووئيل د نوو تقاضو له مخې د سرمایه كارۍ چارې مخ په وړاندې بوتللو سره به پاك سعودي اړيكي لا قوي كولې شي،د يوې مياشتي په مهال د سعودي ع??ب د سرمایه كارۍ وزير پاكستان ته راتګ او د هغه نه سمدستي پس د وزیراعظم پاكستان د سعوي ع??ب دوره او د وفاقی وزيرانو موجودګی زمونږ د قوي ع??م څرګندونه كوي۔ د اعلیٰ پائې دې غونډه كښې سرمایه كارۍ لپاره د سعودي او وفاقي وزيرانو ترمينځه فالو اپ روانه ساتلو او د كار رفتار تندولو ته صلاح يوه شوه دغسې وفاقي وزيرانو عبدالعلیم خان او مصدق ملك د سعودي د سرمايه كارۍ وزير شیخ خالد بن عبدالعزیز الفالح او د سعودي چارواكو مننه كولو سره دا د دوا??و هېوادونو لپاره خوشبينه وګرځوله۔په غونډه كښې د سعودي ع??ب او پاكستان د سرمایه كارۍ وزارت سینئر افسرانو د دوا??و هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته په ګوته كړه او په دې اړه په بېلو تكنیكي چارو د مهمو پريكړو منظوری وركړې شو?? ٬ ??ې نه پس به سرمایه كاري پ?? عملی توګه شروع كړې شي۔