اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) کيپټل ډويلپمنټ اتھارټۍ (سي ډي اے) د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) سر مشريزې غونډې په مهال اسلام آباد لا زړه راښكونكے جوړولو ??ه په برقي رڼاګانو منور كړے شو چې ورسره د ښار ښكلا يو په دوه زياته كړې شوه ٬ سي ډي اے د ښار مهم ځايونه٬ لارې او چوكونه په تھري ډي لائټس ځلولي٬ په شاهراه دستور، سرينا چوك او راول ډيم چوك غوندې مهمو سيمو كښې ودانۍ او يادګارونه په ګلونو رنګينې كړې شوي كومې چ?? د ??اکستان د زړه پورې كلتوري ورثې او د اېس سي او غړٶ هېوادونو د اتحاد عكاسي كوي٬ زړه راښكونكې او سنګار كړي ځايونه په زړه پورې منظر وړاندې كوي٬ د ګلونو او رڼاګانو ډيزائن مسحور كونكې دي كوم چې د جديد ټيکنالوجۍ او د روايتي جماليات حسين امتزاج ښكاري۔ د اسلام آباد دا ښكلا د نړيوالو ??شرانو كوربتوب لپاره د پاکستان د عزم عكاسي كوي٬ د اېس سي او مشرانو غونډه كښې سيمه ايزې سلامتيا، اقتصادي مرستې او شنګھائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو ترمېنځه د كلتوري تبادلو غوندې مهم چارو ته پام لرنه شوې٬ په اسلام آباد كښ?? د ??لاويو تود هركلي لپاره سي ډي اے خاص انتظامات كړي چې پكښ?? د ??اكستان د مېلمستيا روايت او په نړيواله كچه كليدي كردار لوبولو ??پاره د دوي د مخنت عزم ښكاري۔