اسلام آباد 18 ستمبر (اے ??ي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی په ګرد هېواد كښې د عید میلاد النبي (ص) جلوسونو په امناكه ډول پايې ته په رسيدو د پولیس، انتظامیې او قانون نا??ذ کونكو ادارو هڅي وستائلي۔ خپل يو بيان كښې ده وو??يل د قانون نا??ذ کونكو ادارو د هڅو له امله اولس په امناكه ماحول كښې جشن عید میلادالنبي(ص) جوش وجذبې سره ولمانځلو۔ ده د ټولو صو??و چیف سېکترانو ، انسپکټر جنرل آف پولیس او د قانون نا??ذ کونكو ادارو مشرانو له مباركي وركړه۔ وفاقی وزیر په دې مباركه ورځ امن، اتحاد او همغږۍ ته وده وركولو كښې د علماﺀ کرامو کردار هم وستائلو۔ده د ټولي ډلي په اجتماعي کامیابۍ د لوے څښتن مننه وكړه۔ده د عید میلاد النبي(ص) جلوسونو لپاره د پولیس، انتظامیې او قانون نا??ذ کونكو ادارو د اړخه ښه انتظامات وستائل۔