اسلام آباد۔14ستمبر(اے پی پی) داخله چارو وزير محسن نقوي په كچلاك كښې په بوستان روډ پوليس موبائل ته نزدې د چاؤدنې پيښې سخته غندنه كولو سره په دې د ژور غم دړد او اف??وس څرګندونه كړې ده۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير په پېښه كښې شهيد شوو دوه پوليس اف??رانو ته د عقيدت پېرزوينې ??ړا??دې كولو سره د فرض ترسره كولو په مهال د دوئي د قربانيو اعتراف وكړو۔ محسن نقوی د شهيدانو كورنيو سره د زړه له كومي خواخوږي ښكاره كولو سره ژوبل شوي اف??ر لپاره د زر روغتيا دعا وكړه۔ داخله وزير ووئيل مونږ د شهيدانو اف??رانو قربانيو ته سلام كوؤ۔ ده د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د بلوچستان پوليس ځانګړې قربانۍ وستائل??۔ داخله وزير د ترهګرۍ مقابله كولو له د اولس د مضبوط عزم اعاده كولو سره ووئيل ترهګرۍ ته ماتې وركولو له د اولس عزم څوك كمزورې كولې نه شي۔ ده ووئيل دا د ټول قام جنګ دے او د اولس مرستې او ملاتړ سره به د وروستي ترهګر او د هغوي د سهولت كارو تر خاتمې روان وي۔