اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې افغانستان سره پخپله خبره كول د خېبر پښتونخوا د وزيراعلیٰ بيان په و??اق بريد دے٬ يوه صوبه بل هېواد سره نېغ په نېغه مذاكرات نشي كولې٬ په ماضي كښې د تنګ نظرۍ او انتقامي كاروائيو څخه زمونږ يو غړے له ځپلي كېدو نه غېر نه ٶ پاتے شوے٬ د افهام وتفهيم د روايات تسلسل ضروري دے۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ پ?? غونډه كښې د خبرو په مهال خواجه آصف ووئيل سپيكر يو داسې روايت پېل كړے دے كوم چې د ستائنې وړ دے كه دا روايت اسد قېصر پېل كړې وې نو نن به دومره تريخ او ??ېچلې چاپېريال نه ؤ ما ته معلومه ده چې سپيکر د چا په و??نا نه بلكې د ايوان تقدس لپاره دا اقدام كړے٬ زمونږ كوم ملګري چې په پروډکشن آرډر راغلي دي ھغوي د نمائندګۍ خپل حق د لاسه نه دې وركړې ٬ زمونږ نه ورځو٬ مياشتو لپاره نه بلكې كلونو لپاره دا حق اخستې ش?? ٶ٬ د تاريخ درستګي ضرور ده۔ ده و??ئيل د شير افضل مروت ما سره څو لمحو لپاره ليدل كتل شوي دي او ھغه پسې خپل ګوند شوې دې٬ دا يوه الميه ده چې د اپوزيشن يو غړې كه د سركاري پارټۍ يو تن سره ليدل كتل وكړي نو پارټي ورپسې شي۔ د دفاع وزير ووئيل نن د خېبرپښتونخوا د وزيراعلیٰ بيان راغلے دے چې مونږ به خپله افغانستان سره خبره كوٶ، دا په و??اق بريد دے٬ يوه صوبه بل هېواد سره نېغ په نېغه مذاكرات نشي كولې