بیجنګ 16 ا??توبر (اے پي پي) ?? چين خارجه وزارت وياند ماؤ ننګ وئيلي دي د چین وزیراعظم د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو د ملګرتيا د پخوانو اړيكو او د سټرټیجک شراکت دارۍ يو لويې مثال دے۔۔د شورو په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل د چین وزیراعظم لي چی??نګ د پاكستان اوسنۍ دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي اړيكو عكاسي ده او 11 كاله پس د چین وزیراعظم د پاكستان دا وړومبۍ دوره وه،د خپلې دورې په مهال لي چی??نګ د پاکستان حکومت، پارلیمان او عسکری قیادت سره خبرې كړي چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكي لا قوي كول دي۔د چین خارجه وزارت وياند ماؤ ننګ له مخې د دې دورې مثبت نتيجې رامخې ته شوي چې پكښې په يو كال كښې دننه د دواړو هېوادونو ترمينځه د بيلو پلاويو په كچه حکومتی رابط?? او تبادلي زياتي شو?? او شريكو اړيكو ته لا وده ترلاسه شوې ده۔