اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف ر??ا ګېلاني او د چين وزيراعظم لي چيانګ ترمېن??ه د نهې په ورځ ملاقات شوے٬ په دې موقع د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه او شريكې خوښې په چارو خبرې كړې دي۔ د سينيټ سيكرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د چين وزيراعظم لي چيانګ څوك چې د شنګھائي مرستې تنظيم كنف??نس كښې ګډون لپاره د پاكستان په دوره دے٬ د سېنېټ چيئرمېن سره د ملاقات په مهال ووئيل د پاكستان او چين ترمېن??ه د ورورولۍ اړيكې د اهميت وړ دي، دواړو هېوادونو تل په هر فورم د يو بل د موقف په بشپړه توګه ملاتړ كړے دے۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف ر??ا ګېلاني د دواړو هېوادونو ترمېن??ه د تاريخي اړيكو په اهميت رڼا اچولو سره ??وئيل شاهراه ريشم كومه چې دوه زره ??اله پخوانۍ لاره ده زمونږ د دوستۍ ښكاره ثبوت دے۔ سيد يوسف ر??ا ګېلاني ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه سفارتي اړيكې په كال 1951 كښې جوړې شوې دي كومې چې تر اوسه غېر متزلزل دي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې بام ته رسولو كښې د شهيد ذوالفقار علي بھټو او شهيدې بېنظير بھټو كردار د اهميت وړ دے۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېن??ه د شريك باور او د خېرسګالۍ جذبې په وده زور رواړولو سره ??وئيل پاكستان چين خپل نزدې دوست او پارټنر ګڼي او هم په دې سبب مونږ آئرن برادرز بللے كېږو٬ سيمه ايز امنيت او د امن او استحكام لپاره د دواړو هېوادونو د مرستې اهميت لا زيات شوے دے۔ سيد يوسف ر??ا ګېلاني ووئيل د پاكستان وزيراعظم په حېث د چين دورې په مهال زما هلته اعلٰې كچ ملاقاتونه شوي وو