اسلام آباد 16ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي هېواد كښې سرمایه كارۍ او کاروباری هلو ځلو زياتولو له په تندۍ سره اصلاحات كوو، حکومت هېواد كښې د بهرني سرمایه كارۍ په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كوي ۔د ګل په ورځ د وزیراعظم میډیا آفس د اړخه جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د پټرولیم څانګي په اړه د نړيوال شهرت لرونكې کمپنۍ ګنور ګر??پ چیئرمېن توربیون تورنقوسټ او د ټوټل انرجیز ریجنل وائس پریزیډنټ مهمت جیلیپوعلو سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره ملاقات وكړو ۔ملاقات كښې وفاقی وزيران احد خان چیمه، ډاکټر مصدق ملك، معاون خصوصی طارق فاطمی ??و اړوند چارواكي موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل الحمد اللہ د پاکستان معیشت مستحکميدو سره د پرمختګ پلو روان دے،هېواد كښې سرمایه کارۍ او کاروباری هلو ځلو زياتولو له تندۍ سره اصلاحات كوو،زمونږ د معاشي او کاروباري پالیسیو د ميوو رامخې ته كېدو سلسله روانه ده۔ وزیراعظم ووئيل حکومت هېواد كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ په لاره كښې ولاړ خنډان ل??ي كوي۔د ګنور ګر??پ چیئرمېن توربیون تورنقوسټ د پاکستان پټرولیم سیکټر كښې سرمایه كارۍ كښې خوښي ولرله۔ وزیراعظم ته ووئيل شول ګنور ګر??پ پاکستان كښې د ټوټل پارکو 50 فیصد اغستو حصص لوظ نامه كړي۔د ګنور ګر??پ چیئرمېن ووئيل د وزیراعظم په مشرۍ كښې پاکستان كښې د سرمايه كارۍ ودي له مثبت اقدامات كوو۔ وزیراعظم اړوندو چارواكو ته ګنور ګر??پ له په پاکستان كښې د سرمایه كارۍ لپاره د هر ډول آسانيو وركولو سپارښتنه وكړه۔