اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د توان وفاقي وزير (پاور ډويژن) سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي په 26م اګست نېشنل اليکټرك پاور ريګوليټري اتھارټي (نيپرا) زمونږ د پټيشن سماعت كړے او كه زمونږ پټيشن تسليم كړے شو نو د دې له مخې به د درېو مياشتي ټېر ايډجسټمنټ (کيو ټي اے) په مد كښې د ستمبر نه تر نومبر پ?? بلونو كښې 96 پېسے د يونټ په سر زياتوالي اوشي او د فيول چارجز ايډجسټمنټ (اېف سي اے) په مد كښې به 2.87 پيسے كمے راشي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د ??يک?? د اثر نه وروستو به صارفينو له 2.37 روپۍ د يونټ په سر كمے وركول وي٬ د بجلۍ په بيعه كښې د مسلسل اضافې تاثر ناسمه دے۔ وفاقي وزير ووئيل په پارو سېكټر كښې د بجلۍ د بيعې تعين نېپرا كوي او نېپرا هر درې مياشتې پس ?? بيعې تعين كوي٬ هر درې مياشتې پس ?? بيعې تعين کيو ټي اے او اې?? سي اے په مد كښې كېږي۔