اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي )صدر مملكت آصف علي زرداري ??ئېلي دي پاكستان د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوست هېوادونو سره تجارتي٬اقتصادي او د سرمايه كارۍ اړيكې لا مستحكمولو خوښي لري۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د ويتنام٬مالديپ او آئرلينډ سفيرانو سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې هغه ته سفارتي اسناد وړاندې كړل ۔سفيرانو صدر مملكت سره جلا جلا ملاقاتونه هم وكړل ۔صدر سفيران?? ته په پاكستان كښې په تقررۍ مباركي وركولو سره ووئېل پاكستان ټولو دوست هېوادونو سره دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتول?? ته پام لرنه كوي۔آصف علي زرداري ??يله څرګنده كړه چې نومولي سفيران به د پاكستان سره د شريكې ګټې مرسته لا ښه كولو كښې خپل كردا?? ادا كړي۔صدر مملكت ووئيل په پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ ښې موقعې موجود دي٬سرمايه كارو له د كركيلې٬توان٬انفراسټركچر٬مينو فيكچرنګ٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬كان كيندو او ګرين ټېكنالوجۍ په څانګو كښې سرمايه كاري ??ول پكار ده٬د دې څخه وړاندې د سفيرانو ايوان صدر ته په رسېدو د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې دوي ته ګارډ آف آن?? وړاندې كړو۔