اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي امن، سياسي ??ست??کام، د پاليسو تسلسل او د ا??لاحاتو نه غېر يو هېواد هم پرمختګ نشي كولې، د آزادۍ ورځ هر قام لپاره د خوشحالۍ او اتحاد ورځ وي٬ بايد مونږ يو فعاله او پرعزم نسل جوړ كړو كوم چې د چېلنجز مخه نيولې شي او خپل هېواد له په نړيواله كچه ځانګړے مقام ترلاسه كولو كښې كردار ولوبوي۔ ده دا خبرې د يوم آزادۍ په حواله د ا??تحکام پاکستان کنفرنس ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ??وئ??ل د آزادۍ ورځ په موقع راځۍ چې مونګ عزم وكړو چې مونږ به خپل قام د پرمختګ په لاره روانوٶ، خپل روايات او كلتور ځاے ساتلو سره به جديديت او جدت پلو ځوو٬ ده ??وئ??ل دا ورځ مونږ ته زمونږ لازواله قربانۍ رايادوي۔ ده ??وئ??ل پاكستان نن د نړۍ اووم اتومي قوت دے ٬ په كوم هېواد كښې چې د سائيكل پرزې قدرې نه جوړېدې ھغه نن هېواد جے اېف 17 جنګي الوتكې په فضا كښې الوځوي۔ ده ??وئ??ل د كال 1947 څخه تر 2024 سفر كښې يو شمير كاميابۍ ترلاسه شوي٬ مونږ يو تاريك سفر كړے٬ كه مونږ خپله موازنه د نورو هېوادونو سره وكړو نو مونږ ډېر وروستو پاتې يو، کوريا، ويتنام، ماليزيا، چين، بنګله ديش څو كاله وړاندې زمونږ نه ډېر شاته روان وو٬ آيا په دغه هېوادونو كښې ذهانت، صلاحيت، ديانت او وسائل زمونږ نه زيات دي؟ ده ??وئ??ل پاکستانيان د نورو هېوادونو نه زيات ذهين او وفا كوٶنكي دي۔ ده ??وئ??ل د ترقۍ سفر يو سائنس دے٬ كوم هېواد چې پرمختګ كړے ھغوي په څلورو اصولو عمل كولو سره د ترقۍ په صف كښې شامل شوي٬ امن، ??ست??کام ،د پاليسو تسلسل او اصلاحات٬ په كوم هېواد كښې چې سياسي ??ست??کام نه وي نو هلته به څوك يوه پېسه ونه لګوي ۔احسن اقبال ??وئ??ل تعليم، صحت، سائنس، ټيکنالوجي او بر??مد??ت كښې پاکستان پ اول صف كښې شاملېدے شي