اسلام آباد۔13اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د امني??ي ځواكونو لخوا په بونير کښې د ترهه ګرو په ضد د کامياب عملياتو ستاينه کولو سره وئيلي دي چې ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ کښې د پاک فوځ تر څنګ ولاړ دے٬ هېواد څخه د ترهګرۍ عفريت تر ختمولو به د دې په ضد جنګ روان ساتؤ۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي يو بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د امني??ي ځواكونو لخوا په بونير کښې د ترهه ګرو په ضد د کامياب عملياتو ستاينه ??كړه۔ ده ووئيل په بونير كښې د پاك پوځ زړورو ځوانانو د خپل پېشه ور صلاحيت او پوهې د لارې هېواد دښمنه ترهګر ووژل ٬ زما په شمول ټول قام ??ه دې مړانه د وطن زړه ورو ځوانانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ وزيراعظم د عملياتو په مهال د حوالدار مدثر محمود او لانس نائيک حسيب جاويد په شهادت د ژور خفګان او غم څرګندونه ??كړه۔ وزيراعظم شهيدانو لپاره د م??فرت او غمجنيو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد د خاورې لپاره د فرزندانو ابدي قربانۍ ټول قام ??پاره د وياړ ذريعه ده۔ ټول ملت د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ ترڅنګ ولاړ دے۔ ده زياته كړه چې هېواد څخه د ترهګرۍ عفريت تر ختمولو به د دې په ضد جنګ روان ساتؤ۔