اسلام آباد۔12اپرېل (اے پی پی) د مسلم ورلډ لیګ عمومي سيكتر ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسیٰ په فیصل جومات كښې د اختر د لمونځ ??طب?? وركړه ۔ ده په اسلامي نړۍ زور راوړو چې هغه دې مظلوم فلس??ين?? اولس په خپلو دعاګانو كښې ضرور ياد وساتي۔ ډاکټر عبدالکریم دا مهال د پاكستان په 9 ورځنۍ سركاري دوره دے۔ د ده د دورې مقصد بېن المذاهب همغږۍ ته وده وركول او د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا پياوړې كول دي۔ په خپله ??طب?? كښې ده په مسلمانانو زور راوړو چې هغوي دې د اختر د خوشحالو په مهال فلسطينې اولس په خپلو دعاګانو كښې ياد وساتي او ??ه غزه كښې خپلو رونړو ته پېښ چېلنجونه دې په ډاګه كړي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے فلس??ين?? وګړو ته پېښو چېلنجونو څخه خلاصې وركولو سره د ظلم ٬ بربريت او تكبر مرتكب مسئولين خپل انجام سره مخ كړي۔ په دې مهال د مذهبي چارو وزارت وياند محمد عمر بټ ووئيل چې د مسلم ورلډ لیګ عمومي سېكتر به د يوې يتيم خان دوره كوي او ??ه وفاقي پلازمينه كښې به د عصري سيرت النبي (ص) ميوزيم جوړولو له د مفاهمت يادښت لاس ليك كوي د كوم د بنياد تيګه به چې د روانې مياشتې په 15 مه نېټه اېښودلې شي۔ د اېم ډبلیو اېل ریجنل ډائرېکټر سعد مسعود ایم الحارث ووئيل چې ډاكټر العیسی به د اپرېل په 13 مه نېټه جناح کنونشن سېنټر كښې حفاظ كرام ته د انعامونو وركولو دستوره كښې د خاص مېلما په حېث ګډون كوي۔