اسلام آباد 03 اپرېل (اے پی پی)د دفاع او دفاعي پېداوار وفاقي وزير خواجه محمد آصف سره د اټلي سفير آرمي??ين ماريلينا ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬دوه اړخيزه مرستې پشمول په نورو چارو غور وشو۔د دفاع وزير ووئيل پاكستان جمهوريه اټلي سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دفاعي مرسته لا قوي كول غواړي۔د دفاع وزير ووئيل د پوځي تربيت تبادله په شريكه توګه ګټوره ثابتېدې ??ي ځكه چې د نيټو برخې په سبب د اطالوي وسله والو ځواكونو سره د قدر وړ پوځي تجربه لرو او د پاكستان وسله وال ځواكونه د ترهه ګرۍ مخ نيوي آپرېشنز بشپړه تجربه لري۔ده د دفاعي پېداوار په څانګه كښې د مرستې څانګ?? لټولو په ضرورت زور راوړو۔د ملاقات په مهال د پاك افغان پولې امنيت تازه صورتحال او په منطقه كښې د امن او استح??ام لپاره د پاكستان په عزم هم خبرې وشوې