لاهور19مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو او ?? نشه ائې توكو د مخ نيوي وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د پاکستان خپلواكي به په هيڅ ډول زيان له ورنه كړو ، ترهه ګرو له به د هغوي پخپله ژبه كښې ځواب وركوو، څوك چې په پاکستان بريد وكړي د هغوي سره به هم هغسې س??وك كېږي ۔ ده د نهې په ورځ صوبائی الیکشن کمیشن كښې د سینیټ الیکشن په لړ كښې د کاغذات جانچ پړتال نه وروستو میډیا سره خبرې كولې ۔ وفاقی وزیر ووئېل كه اللہ وغوښتل نو په 2 اپریل به کامیابي تر لاسه كوو او د ټولو سیاسي ګوندونو د دوستانو مننه كوم چا چې زه نامزد کړم ۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ په ختمولو به هيڅ سمجھوته نه كېږي او د پاکستان په خلاف منصوبه بندۍ كوونكو ته به د هغوي په خپله ژبه كښې ځواب وركوو ۔ده ووئېل په پاکستان كښې چې څوك هم غیر قانوني مېشته دي هغوي ټولو له به د دې ځايه څخه ت??ل وي، تاسو وېزه واخلې او بيا راشې ۔محسن نقوي ووئېل سوش?? میډیا په نا سمه ت??ګه كارولې كېږي ۔په ایف آئي اے كښې به اصلاحات كوو ،تاسو به په ایف آئی اے كښې ګټور بدلون اووينې ۔د وفاقي وزیر وېنا وه دا وخت څه چیلنجونه راپیښ دي ،په هېواد كښې د ترهه ګرۍ يوه چپه راغلې ، مونږ به ان شااللہ د ترهه ګرۍ مقابله كوو ، په چا ناسمه ت??ر لګول غلطه خبره ده ۔ ده ووئېل د پوځ او عدلیه په خلاف په سوش?? میډیا كمپائن چلېږي ، په ټوله نړۍ كښې په سوش?? میډیا قوانین عمل كېږي، په اوسنيو كښې امریکا كښې د څو څېزونو نه وروستو په چارچ شیټ لګولو ټک ټاک بند كړے شوے ، د اظهار رائے په ازادۍ بندیز نه دې پكار ۔محسن نقوي ووئېل څوك چې س??ش?? میډیا ناسمه او په ناوړه ډول استعمالوي هغوي به كتل وي ۔د دې نه وړاندې وفاقی وزیر محسن نقوي د صوبائی الیکشن کمیشن دفتر ته لاړو چرته چې د هغه د کاغذات نامزدګۍ سکرونټی وشوه ، ریټرنګ آفیسر اعجاز انور چوهان د کاغذات جانچ پړتال وكړو ۔ ياد دې وي وفاقی وزیر محسن نقوي په آزاد حیثیت سره د سینټ ټاكنو كښې برخه اخلي او د ده تجویز کونكے او تائید کونكے د مسلم لیګ ن خواجه عمران نذیر ، د پیپلز پارټي حیدر ګیلاني ، د مسلم لیګ قائداعظم شافع حسین او د استحکام پاکستان پارټي غضنفر چھینه هم په دې موقع موجود وو ۔