اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی د ایتھوپیا پشمول براعظم افریقه ټولو هېوادونو سره سفارتی، سیاسی، پارلمانی او تجارتی اړيكو لا قوي په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې انګیج افریقه پالیسی زمونږ د خارجه پالیسۍ مهمه بر??ه ده،د ایتھوپیا پشمول د افریقې هېوادونو سره سفارتی، سیاسی، پارلمانی او تجارتی اړيكو قوي كولو خوښي لرو۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د ایتھوپیا سفیر جمال بیکر سره ملاقات په مهال په خپلو خبرو اترو كښې وكړه۔ ملاقات كښې په انګیج افریقه پالیسی، میډیا مرستي ، دو?? اړخيزه سیاسی، معاشی او كلتوري اړيكو پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څركندونه شوي۔ د اطلاعات نګران وفاقی وزیر ووئيل پاکستان او ایتھوپیا خپلو كښې شريك تاریخ، ګټي او تذویراتی همغږي لرونكې اړيكي لري۔ ده د پاکستان او ایتھوپیا ترمينځه د ميډيا په څانګه كښې مرسته د وخت ضرورت ګرځولو سره ووئيل میډیا تر اطلاعاتو رسنې مهمه ذریعه ده،د دواړو هېوادونو ترمينځه د میډیا پلاويو تګ راتګ سره د دواړو هېوادونو خبريالان د يو بل د تجربو څخه ګټه پورته كولې شي۔ ده ووئيل سږ كال د پاکستان څ??ه د سوداګرو او سرمایه کارو 70 كسيزه پلاوي د ایتھوپیا دوره کړې ،دغسې د ایتھوپیا پلاوي د پاکستان دوره کړې،مونږ د دواړو هېوادونو ترمينځه د نورو څانګو پشمول میډیا او كلتوري تبادلو ته هم وده وركول غواړو۔په دې موقع د ایتھوپیا سفیر جمال بیکر د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو لا قوي كولو د عزم څركندونه كولو سره ووئيل ایتھوپیا پاکستان سره دو?? اړخيزه اړيكو لا قوي كول مهم ګڼي۔