ریاض۔22نومبر(اے پی پی) د نګران وزیراعظم خاص مرستيال جواد سهراب ملک په سعودی عربس??ان كښې كار كونكې نړيوالې كمپنۍ البوانی هولډنګز سره د پاكس??ان افرادي قوت لپاره د روزګار موقعو زياتولو لپاره په لېټر آف انټېنټ لاس ليك كړے دے۔ دې ځاے څخه د ترلاسه شوي پرېس ريليز له مخې سمندر پورې پاكستانيانو او د بشري وسائلو پرم??تګ لپاره د وزیراعظم خاص مرستيال جواد سهراب ملک په رياض كښې د البواني هولډنګز هېډ كوارټر دوره وكړه۔ خاص مرستيال سره په پلاوي كښې سعودي عربس??ان لپاره د پاكس??ان سفير احمد فاروق، کمیونټی ویلفیئر اتاشي ، ډی جی امېګرېشن اکرم خواجه او جوائنټ سېکرټری امېګرېشن اورنګزېب صاحب هم شامل وو۔ البوانی هولډنګز يوه ستره سعودي كمپني ده كومه چې په تعميراتي څانګه كښې د وړومبي صف 5 ادارو كښې مهم مقام لري۔ دې كمپنۍ په سعودي عربس??ان كښې نزدې 250 منصوبې سر ته رسولې دي۔ دا مهال دا په ګرده نړ?? كښې د اربونو ډالرو په منصوبو كار كوي۔ د دورې په مهال خاص مرستيال ته د البواني روانو منصوبو په اړه يو بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ خاص مرستيال د كمپنۍ چئيرمېن سره خبرو كښې ووئيل د پاکس??ان افرادي قوت تربيت يافته او ضروري مهارت او پوهه لرونكے دے كوم چې په سعودي عربس??ان كښې تعميراتي منصوبو كښې په زړه پورې ډول كار كولې شي۔ د پاكستاني افرادي قوت د قابليت اعتراف د يو مهم پیشرفت سبب وګرځېدو او د اوورسیز اېمپلائمنټ کارپورېشن (او اي سي) او البوانی ترمينځه يو لېټر آف انټېنټ (اېل او آئی) لاس ليك شو۔ دا اېل او آئي به دوه اړخيزه ګټې لپاره د همكارۍ او هغږۍ ودې له يوه بنيادي تګلاره وضعه كړي كومه به چې په راتلونكي وخت كښې د پاکس??ان پروفېشنلز او كارمندانو له د ملازمت بلها موقعې رامخې ته كړي۔ خاص مرستيال په دې خبره زور راوړو چې دا هڅه به په نړيواله كچه پاكستاني افرادي قوت لپاره د ملازمت موقعو زياتولو كښې مرسته وكړي