اسلام آباد۔5 نومبر(اے پی پی) د قومي اس??بلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف په غزه د اتومي وسلو د كارولو په اړه ?? اسرائيلي وزير د بيان سخته غندنه کړې ده۔ د اتوار په ورځ په یو بیان کښې ده وویل چې په بې ګناه فلسطینیانو د اتومي وسلو د کارولو دړكه ?? اسرائيلي وحشت او جنګي جنون ښكاره ثبوت دے٬ اسرائيل د طاقت په نشه كښې په غزه بې درېغه بمبارۍ كوي٬ د لكھونو په شمېر فلسطيني وګړي په خاص توګه ماشومان او مېرمنې او مشران ?? اسرائيل جارحيت ښكار شوي دي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغوي دې ?? اسرائيل د پاګل پن او جنون مخنيوي له فوري اقدامات وكړي۔ سپيكر ووئيل مونږ د خپلو فلسطيني وروڼو او خويندو په غم كښې برابر شريك يو او په هره ممکنه توګه به ورسره مرسته روانه ساتؤ۔