اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې په ګورننس كښې بهترۍ لپاره د سول اد??رو كاركردګي پرله پسې ښه كوٶ٬ د برېښنا غلا٬ ذخيره اندوزۍ او د قاچاق مخنيوي لپاره په ټولو صوبو كښې ښه كار روان دې٬ چرته چې ضرورت وي د پوځ خدمات به ترلاسه كولې شي٬ د برېښنا غلا مخنيوي لپاره اق??امات لا موثره كولو ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د برېښنا غلا٬ ذخيره اندوزۍ او د قاچاق مخنيوي پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ وزيراعظم ووئيل لنډمهاله حکومت به د ګورننس پحقله خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي٬ د ذخيره اندوزۍ، ګرانۍ او د قاچاق پحقله صوبو او اړوند اد??رو سره په ګډه لائحه وضع كړې شوه دې٬ خلقو دا تاثر لرلو چې دا د يوې اوونۍ يا يو څو ورځو كمپائن دې خو زه دا واضح كول غواړم چې دا د اوونۍ دوو خبره نه ده٬ د پاكستان د اق??صادي حا??ت پحقله اق??امات به جاري وي۔ وزيراعظم ووئيل په تېرو څو ورځو كښې چې د ذخيره اندوزۍ، ګرانۍ٬ شرح مبادله او د برېښنا د غلا په ضد كوم اق??امات كېږي د دې لا موثره كولو ته اړتيا ده٬ اړوند او قانون ن??فذ كوٶنكو اد??رو خپل كار پېل كړې دې٬ وړومبې دا معلومه نه وه چې دا د چا كار دے ٬ د دې رجحان بدلولو ته اړتيا ده، بېورو کرېسي، پوليس او اړوند ادارې به په ګډه كار كوي او ګورننس لپاره چې كوم ځاې هم ضرورت وي د پوځ خدمات به ترلاسه كولې شي كومه چې يوه بهترين او منظم اداره ده٬ دې سره سره به د سول اد??رو كاركردګي ښه كولې شي كوم چې د وخت ضرورت دے٬ د سول اد??رو د كار استعداد كښې اضافې سره به د دوي كاركردګي او كردار كښې ښه والې راشي۔ وزيراعظم اد??رو له خپل اپروچ ښه كولو او د وسائلو كارولو په ضرورت زور رواړولو سره ووئيل چې په څلورو واړو صوبو كښې د حكومتي اق??اماتو ښې نتيجې رامخې ته كېږي، چيف سېكتران او آئي جيز ښه كار كوي، د ذخيره اندوزۍ او د قاچاق په ضد په خاص توګه بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې بهترين اق??امات شوې دي، آئي بي په دې لړ كښې ډېر اهم كردار لري۔ ده د ګورننس بهترۍ او د قاچاق او ذخيره اندوزۍ په ضد د هلو ځلو كوټلې كولو په ضرورت زور رواړولو سره ووئيل چې په دې لړ كښې اجتماعي هڅو ته اړتيا ده