اسلام آباد 14ستمبر (اے پي پي) نګراں وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې صارفینو ل?? د نړيوال معيار له مخې هوائی مزل وركولو ل??اره قامي ائیرلائن زر تر زره نجکارۍ ته اړتيا ده۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ ?? اړخه جاري شوې بيان له مخې نګراں وزیراعظم انوار الحق کاکړ د پاکستان انټرنیشنل ائیرلائن په اړه د غوندې مشري وكړه۔په غونډه كښې وزیراعظم ته د پی آئی اے نجکارۍ او نورو چارو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم اړژندو چارواكو ته د پی آئی اے نجکارۍ عمل تندولو سپارښتنه وكړه۔ ده ووئيل صارفینو ل?? د نړيوال معیار هوائی مزل وركولو ل??اره د قامی ائیرلائن زر تر زره نجکارۍ ته اړتيا ده۔ وزیراعظم فواد حسن فواد ته په خپل ټيم كښې په شموليت هركلے ووئيلو او د نجكارۍ وزارت په نګرانۍ كښې د پی آئی اے د نجکارۍ عمل زر تر زره بشپړولو سپارښتنه ئې وكړه۔