اسلام آباد۔17دسمبر(اے پی پی) د ترکیه حكومت د كلتوري مرستې او رابطې وزارت ذېلي ادارې “ټیکا” پخپلو وسائلو جوړ ك??ے میوزیم ریډیو پاکستان ته سپارلے دے ۔ د نهې په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په راروانو څو ورځو ??ښې به دا ميوزيم په باقاعده توګه اولس لپاره پرانستلې شي۔ ”پاک ترکیه دوستی ریډیو میوزیم” يو ځانګړے ميوزيم دے كوم چې ټيكا پخپلو وسائلو جوړ ك??ے او د دې په جوړولو ??ښې د سلجوق دور تعميراتي ډيزائن كارولې شوے۔ د ترکیه د ټيكا ادارې مشر دُرسن علی نن په پاكستان ??ښې د ټيكا استازي محسن بالجي سره د دې ميوزيم باقاعده كنټرول د رېډيو پاكستان ډي جي سعید اح??د شېخ ته وسپارلو۔ په دې ميوزيم ??ښې نندارتون لپاره د كېښودونكو څيزونو ټاكنې له يوه كمېټي جوړه كړې شوې ۔ د ریډیو پاکستان ډي جي له مخې په راروانو لسو ورځو ??ښې به په دې ميوزيم ??ښې نندارتون لپاره د اېښودونكو څيزونو تعین بشپړ ك??ے شي۔ دې څخه وروستو به د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ او سېكرټري محترمه عنبرین جان اولس لپاره د دې ميوزيم باقاعده پرانسته وكړي