کوئټه۔ 10 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې په بلوچستان كښې امنيتي وضعې سره اړونده د لوړې كچې غونډه د اتوا?? په ورځ په وزیراعلی سېکرټرېټ كوئټه كښې وشوه۔ په غونډه كښې د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټی، چیف سیکرټری بلوچستان شکیل قادر خان، ایډیشنل چیف سیکرټری داخله شهاب علی شاہ، آئی جی پولیس بلوچستان معظم جاہ انصاری، کمشنر کوئټه ډویژن حمزہ شفقات او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته د كوئټې رېلوے اسټېشن ځانمرګي بريد په اړه ابتدائي رپورټ وړاندے كړے شو۔ په غونډه كښې د شهيدانو لوړو درجو له دعا او د هغوي كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړې شوه۔ په غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د ترهګرو نوغې ويستلو له به بشپړ طاقت سره پرېكنده اقدامات كولې شي او ترهګ?? په خپلو ناوړو ارادو كښې ناكامه كولو له به د انټېلېجنس بېسډ آپرېشنز دائره پراخا كولې شي۔ وفاقي وزير غونډې ته وېنا كښې ووئيل چې وفاق?? حكومت به د ترهګرۍ د ناسور ختمولو له بلوچستان حكومت سره هره ممكنه مرسته كوي۔ ده په ترجيحي بنيادونو بلوچستان ته په دې لړ كښې د وسائلو وركولو اعلان وكړو۔ده ووئيل د غم په دې وخت كښې مونږ د شهيدانو كورنيو سره ولاړ يؤ او د هغوي ځانګړې قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټی غونډه ته خپله وېنا كښې د ترهګرۍ په ضد د صوبائ?? حكومت د عزم څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د وفاق?? حكومت په مرسته به د لېويز پوليس او سي ??ي ډي د كا?? په استعداد كښې اضافه كولې شي۔ ده ووئيل بلوچستان څخه د ترهګرۍ نوغې ويستل زمونږ عزم دے۔ ده د وفاقي وزير مننه كولو سره ووئيل په بلوچستان كښې امن لپاره د وفاقي وزير محسن نقوي د هڅو ستائنه كوؤ۔