اسلام آباد۔07نومبر(اے پي پي ) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زه??ا بلوچ د کشمیر آزادي خوښي لارښود او د جموں وکشمیر لبر??شن فرنټ چیئرمین محمد یاسین ملک د نوي ډيلي د زمانې په بدنامه زندان تهاړ كښې په بھوک هړتال او كمورې كېدونكې صحت د سختې اندیشنې ښكاره كولو سره وئېلي دي هند هغه په پې بنسټه مقدمو كښې زنداني كړے دے ۔ د کشمیر میډیا سروس ت رمخه ممتاز زه??ا بلوچ نن خپل اوونيز پریس بریفنګ کښې ووئېل پاکستان د محمد یاسین ملک په خرابېدونكې صحت سخته انېښنه لري ، هغه له زر تر زره طبي ??سا??ۍ وركول پكار دي ۔ دې ووئېل پاکستان د یاسین ملک د زر تر زره ج خوښي كولو هم غوښتنه كوي۔ ياندې ووئېل پاکستان په غزہ كښې د ډز بندۍ غوښتنه كړې ده ، غزہ كښې د اسرائیل د يرغل سخته غندنه كوو، پاکستان د فلسطین مسئلې د دوه ریاستي حل مرستيا دے، غزہ كښې د نسل کش?? سمدستي بندولو لپاره دې د نړۍ قامونو خپل کردار تر سره كړي ، غزہ كښې د اسرائیل د اړخه د نسل کشي جنګي جرائمو تر مخه تحقیقات كول پكار دي ۔دې ووئېل مونږ د ملګرو ملتونو د غزہ په صورتحال د رپورټ هر كلے كوو ، د اسرائیلي بريدونو څخه سمدستي طبي مرستې ته منتظر فلسطینیان د مرستې تر لاسه كولو لپاره ستونزو سره مخ دي ۔ممتاز زه??ا بلوچ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووېل د پاكستان صدر او وزیراعظم د امریکې نوي ټاكلي شوي صدر ډونلډ ټرمپ له مبارکي وركړېده، پاکستان د امریکې سره زرې اړيكې لري، پاکستان او امریکا پخواني دوستان او شراکت دار دي ، زمونږ د يو بل سره اړيكې په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې نه كولو په بنياد اډاڼه دي ۔ یاد دې وي چې محمد یاسین د طبي ??سا??يو نه وركولو خلاف تهاړ زندان كښې د تېرو اوو ورځو نه بھوک هړتال كړے دے ۔