اسلام آباد۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د اصلاحات په ايجنډا د عمل درآمد او د معاشي استحكام مستقل جوړولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې تلپاتې او بشپړه نمو ته وده وركولو او په بهرنيو پورونو تكيه ختمولو له د اصلاحات په ايجنډا عملدرآمد ضروري دے۔ ده دا خبره ده د شورو به ورځ د آسيائي پرمختيائي بانك پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښ?? وكړه۔ د آسيائي پرمختيائي بانك پلاوي م??ري د بانك اي ډي ډونلډ بوبیاش او اي ډي شیګیو شی میزو كوله۔ په پاكستان كښ?? د آسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر ینګ یی او د خزانې وزارت سينئر چارواكي هم موجود وو۔ د خزانې وزير ووئيل د پاكستان معيشت د مستقل نمو په لاره د روانولو يوازينۍ ط??يق?? دا ده چې دا دې د روايتي عروج او زوال چكر څخه بهر كړې شي او په برآمداتو ?? اډانه نمو تګلاره دې خپله كړې شي۔ دې سره به سرمايه كاري او نېغ په نېغه بهنرۍ سرمايه كارۍ ته وده ترلاسه شي۔ دغسې نړيوالو ماركيټونو ته به يو وارې بيا د پاكستان رسنه ممكن شي۔ وفاقي وزير پلاوي ته هركلې ووې۔ ده پلاوي ته د ډھانچه جاتي اصلاحات او ددې په نتيجه كښ?? د معاشي پرمختګ او په مهمو اقتصادي اشاريو كښ?? د بهترۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د ګرانۍ شرح د تېر كال 38 فیصده څخه لاندې راتللو سره د 6.9 فیصد كچې ته راغلې ده۔ په پالیسی رېټ كښ?? د 450 بېسس پوائنټس كمې شوې دې۔ ده ووئيل د پاكستان كرنسي مستحكم شوې ده۔ د آئی اېم اېف توسیعی فنډ سهولت لوظنامې څخه ور??ست?? د زرمبادله پنګې 10.7 ارب ډالر ته رسېدلي دي۔ سټاک اېکسچېنج انډېکس له 85,000 كچې اوړېدلې دې كوم چې په کاروبار د اعتماد او سرمايه كارۍ له د سازګار چاپېريل عكاسي كوي۔ ده د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل د وزیراعظم په ذاتي نګرانۍ كښ?? ټېكس اصلاحات ٬ د توان څانګې بهترۍ ٬ د ریاستی ملکیتی ادارو تنظیم نو، نجکارۍ او د پنشن اصلاحات په څير كليدي څانګو كښ?? اصلاحات كولې شي۔ د خزانې وزير د پاكستان په پرمختيائي ايجنډا كښ?? په پرله پسې مرسته د آسيائي پرمختيائي بانك مننه كولو سره ووئيل پاکستان خپل اصلاحاتي پروګرام لپاره نورې مرستې ته سترګی په لار دے۔ د بېنک اي ډي ډونلډ بوبياش او شیګیو شی میزو د پاكستان لخوا معاشي استحكام او تلپاتي پرمختګ لپاره د شويو اصلاحاتو ستائنه وكړه۔ ده د پاكستاني مالياتي اډانه مضبوطولو له د اے ډي بي لخوا د مرستې روانې ساتلو او بشپړه نمو ٬ جدت او موسمياتي اقداماتو له د ملاتړ پخلې وكړو