اسلام آباد 28 اګ??ت (اے پي پي) د سي پېك د پاکستان او چين په څو ليسيزو محيط د نزدې او قوي اړيكو مظهر منصوبه ده٬ د موجوده حکومت په هلو ځلو سي پېك اوس په دوېم پړاٶ كښې داخل شوې ٬ چې ورسره به صنعتي او زرعي مرسته، د ګوادر پرمختګ او سماجي او اقتصادي پرمختګ ته پام لرنه كو??ې شي٬ د دې به په زړه پورې نتيجې رامخې ته شي او د معاشي پرمختګ لاره به هواره شي۔ د منصوبه ??ند?? وزارت چارواكو له مخئ د تېرو لسو كالو په مهال دوه لكه نېغ په نېغه او بالواسطه ملازمتونه پېدا كو??نكې د 30 نه زياتې منصوبې بشپړې شوي او نورې د پرمختګ په بېلا بېلو مراحلو كښې دي كو??ې چې تل پاتي اقتصادي پرمختګ لپاره يو غږ قائموي۔ د دې نه علاوه 6 زره مېګاٶات نه زياته بجلي په نيشنل ګرډ كښې شامله كړې شوې٬ 809 كلوميټر هائي وے جوړه كړې شوې او د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبې ځل 886 کلوميټر ټرانسميشن لائنز غزولے شوے۔