اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان معاشي پرمختګ او استحکام پلو روان دے، د محدود وسئلو باوجود په پرمختيائي منصوبو كار روان دے، معاشي استحکام لپاره اصلاحات د وخت مهمه تقاضا ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د سکيورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان (اېس اي سي پي) د هېډ آفس ودانۍ د بنياد تيګه كېښودو لپاره دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په ???? موقع د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب، د اېس اي سي پي چيئرمېن عاکف سعيد او د اېس اي سي پي باني چيئرمېن شميم احمد خان هم موجود ٶ۔ نائب وزيراعظم ووئيل د هېواد معاشي ترقۍ لپاره موقع?? موجود دي٬ مونږ د هر ډول چېلنجز سره مخ يو ٬ يوازې خنډان لرې كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حکومت د شريك تجارت په پا??يسۍ عمل كوي، د هېواد د برآمدات وده د حكومت بنيادي اېجنډا ده٬ پاکستان سټاک مارکيټ په منطقه كښې د ټولو نه ښه روان دے۔ نائب وزيراعظم ووئيل دوه اړخيزه او بهرنو هېوادونو سره تجارت ته وده وركول زمونږ د پا?? محور دے، موجوده حکومت هېواد د ديواليه كېدو نه ساتلے، مايوسي خپرونكي دي واوري٬ پا??ستان به هېڅ كل?? نه ديواليه كېږي۔ ده ووئيل وزيراعظم ټول پا?? معاشي اصلاحات او تجارت ته ودې وركولو ته ګرځولے٬ د هېواد د برآمدات وده د حكومت بنيادي ټګلاره ده۔ ده هيله څرګنده كړه چې سکيورټيز اينډ ايکسچينج کميشن (اېس اي سي پي) هيډ آفس بلډنګ به په ټاكل?? موده كښې جوړ كړے شي٬ دې ودانۍ له د پلاټ منظوري په كال 2017 كښې زمونږ حكومت وركړې وه٬ د ودانۍ په ??وړولو كښې به نور تاخير نه كېږي۔ نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل زمونږ په ??ور كال 2016 كښې د هېواد درې واړه سټاک مارکيټس ضم كړے شوي٬ د كال 2013 نه تر كال 2017 په مهال په ??ې لړ كښې په قوانين كښې اصلاحات شوي۔ په ??ستوره كښې نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب، د اېس اي سي پي چيئرمېن عاکف سعيد د نورو سره د اېس اي سي پي هيډ آفس ودانۍ د بنياد تيګه كېښوده۔