اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د پاکستان او بېلاروس ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي م??اورت شپږم پړاؤ د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې وشو٬ اېډيشنل سېكرټري خارجه (يورپ) سفير شفقت علي خان د پاكستان او د بېلا روس لخوا اول نائب خارجه وزير سرګئۍ لوكاش??وچ د خپلو پلاويو مشري وكړه ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې ??لو د سياسي اړيكو د لوړې كچې مصروفيات او د خبرو اترو ٬ تجارت او سرمايه كارۍ٬ پوځي او امنيتي م??ستې ٬ تعليم او د اولس اولس سره د رابطو په اړه د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست ۔ په دې موقع د پاكستان او بېلاروس د اړيكو په رفتار د اطمينان څرګندو??ه كولو سره دوي د شريكې خوښې په ټولو چارو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق وكړو ۔ فرېقېن د ملګرو ملتونو او شنګھائي م??ستې تنظيم (اېس سي او) پشمول په ګڼ اړخيزه فورمونو مرستې جاري ساتلو ته هم سلاح شول۔ په دې موقع د سفير سرګئي لوکاش??وچ د خارجه سېكرټري م??مد سائرس سجاد قاضي ترمېنځه هم ملاقات وشو٬ په دې موقع د دوه اړخيزه مرستې څانګو پشمول په مهم سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې مهال خارجه سېكرټري د شريكې ګټورې مرستې لا پراختيا او متنوع كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔