اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) پاکستان او چین د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه د رابطو په مضبوطولو او د پياوړې ملګرتيا وارثت راتلونكو نسلونو ته منتقل كولو لپاره د پارليماني تبادلو په تسلسل موافقت كړے دے۔ د سی پېک سیا??ی ګوندونو د ګډې مشاورتي مېكانزم (جے سی اېم) درېمې غونډې څخه وروستو نائب وزیر اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د کمیونسټ پارټي آف ??ائ??ا (آئی ډی سی پی سی) نړيوالې څانګې وزير او د كميونسټ پارټۍ سېنټرل ??مې??ۍ غړي ليو جيان چاؤ ميډيا سر?? خبرو كښې ووئيل غونډې د دوه اړخيزه اړيكو په اهميت د سياسي موافقت بشپړه څرګندونه كړې ده۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير چا چې ?? چين وزير لیو جیان چاؤ سر?? په ګډه د جے سي اېم غونډې مشري وكړه ٬ ووئيل دا اولنۍ موقعه ده چې اسلام آباد د جے سي اېم غونډې كوربتوب كړے دے او د وزيراعظم ?? چين اوسنۍ دورې څخه وروستو د دې اهميت څو چنده زيات شوے دے۔ ده ووئيل د پاكستان ټولو سياسي ګوندونو ته غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړې شوې وه او د مشرانو لارښودو موجودګي د پاک چین اقتصادی راهدارۍ او سيمه ايز امن او پرمختګ لپاره د مضبوطې ملګرتيا په اهميت د موافقت مظهر دے۔ ده ووئيل سياسي ګوندونو د سي پېك منصوبو سر?? اړوند خپل عزم تكرار كړو او د سي پېك په دوهم پړاؤ كښې يۍ د دې اپ ګرېډېشن له د هڅو په روانو ساتلو اتفاق وكړو۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې په غونډه كښې ګډون كوؤنكو لارښودو پاك چين اړيكې مضبوطولو له د سياسي ګوندونو د كردار پخلې وكړو۔ ده ووئيل آئي ډي سي پي سي به نور بېن الپارليماني خبرو له 300 پاکستانی پارليمنټېرينز ته ?? چين دورې كولو بلنه وركوي۔ اسحاق ډار ووئيل جے سي اېم پاك چين اړيكو سر?? سر?? سي پېك ته هم نوې روح وركړے دے۔ ده هيله ولرله چې د دواړه لارښودو او اولس تصور له مخې دوه اړخيزه ملګرتيا به لا مضبوطه شي۔ ?? چين وزیر لیو جیان چاؤ ووئيل چين او پاكستان د سي پېك په اهميت او اولس لپاره د دې په ګټو متفق دي۔ ده ووئيل د نړيوالو چېلنجونو په تناظر كښې ?? چين او پاكستان ترمينځه همكاري زياته مهمه ده۔ ده هيله ولرله چې سیا??ی ګوندونه به د دواړو هېوادونو ترمينځه ژورې همكارۍ له هڅې روانې ساتي۔ د اولس ترمينځه د رابطې په حاجت زور راوړلو سر?? ليو جيان چاؤ په خاص توګه د جعلي خبرونو په چېلنج قابو موندلو او په زړه پورې تفاهم ته وده وركولو له د ميډيا رابطو كښې د زياتوالي په حاجت زور راوړو۔