اسلام آباد۔08 مئی(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي د پاكستان او بېلاروس ترمينځه دوه اړخيزه تجارت څخه به د دواړو هېوادونو اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔د شورو په ورځ د تجارت وزارت جاري اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه د تجارت وفاقي وزير په پ??كستان كښې د بېلاروس سفير اينډ ري ميټي لسټا سره په خپ?? دفتر كښې د ملاقات په مهال وكړه ۔په دې موقع د تجارت وفاقي وزير ووئيل پاكستان بېلاروس ته مختلف څيزونه برآمد كوي چې پكښې داروګان٬آپټيكل/طبي آلات٬وريژې٬د څرمنې سامان٬ټېكسټائل٬٬څپلۍ٬د لوبو سامان٬ رخت ٬ مالګه او آمونه شامل دي خو د بېلاروس څخه د پاكستان درآمدات كښې ټريكټر٬سره٬د لرګي بوره او موټر ګاډي شامل دي۔د تجارت وزير جام كمال خان د بېلاروس سفير ته تجويز وركړو چې بېلاروس د پاكستان كركيلې ضروريات پوره كولو لپاره دې خپ?? ټريكټرز اپ ګرېډ كړي۔ده ووئيل د 19.05 ملين ډالر تجارتي حجم رېكارډ باوجود د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت دا حجم اوس هم د خپ?? حقيقي صلاحيت څخه لږ دے۔په ملاقات كښې د بېلاروس سفير ووئيل بېلاروس هارويسټرس او اليكټرك وهيكل(اي وي)ټرانسپورټ تيارۍ كښې پوهه لري٬دواړو هېوادونو له په دې څانګه كښې د يو بل سره مرسته كول پكار دي۔د تجارت وزير جام كمال د تجارت حجم زياتولو او دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو لپاره د بزنس ټو بزنس(بي ټو بي)ميټنګز او ګورنمنټ ټو ګورنمنټ(جي ټي جي)ډائيلاګ په اهميت هم زور راوړو۔