اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي سېنېټ د وفاق مضبوط علامت دے، د ايوان او د غ??و په وقار به كومه سودا نه كوم۔ ?? سېنېټ د چيئرمېن د چوكۍ سوګند پورته كولو نه وروستو خپله وېنا كښې سېنېټرز ته د واړه اختر مباركي وركړه۔ ده ووئيل په دې اعزاز د لوي څښتن مننه كوم او د پارټۍ او د ات??اد?? ګوندونو مسلم ليګ (ن)، اېم کيو اېم، بي اېن پي، اے اېن پي، مسلم ليګ (ق)، جے يو آئي (ف) او د آزاد كانديدانو هم مننه كوم چا چې په ما د باور څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل دا يو اعزاز او لويه ذمه واري ده چې د سېنېټ قيادت كوم ٬ دا د قام د اتحاد او د تنوع نمائن??ګي او د مساوات علامت دے ۔ ده ووئيل مونږ به سېنېټ د وفاق د يو طاقتور ايوان په توګه د دې شان بېرته ترلاسه كولو كښې بريالي شوو ٬ ده ووئېل زه به د دې ايوان او د غ??و په وقار كومه سودا نه كوم۔ ?? دې نه وروستو ده د سېنېټ دوهم چيئرمېن لپاره د كانديد اعلان كولو كښې ووئيل سېنېټر سيدال خان نصر ته نمائن??ګي ترلاسه شوې د چا نامه چې سېنېټرز اعظم نذير تارړ او شيري رحمان تجويز كړې وه او سيدال ناصر هم د مقابلې نه غېر د سېنېټ دوهم چيئرمېن ټكلے ??وے۔