اسلام آباد۔27مارچ (اے پي پي):صدر آصف علي زرداري وئېلي دي پاکستان به ترهه ګرو له منطقه كښې امن، خوشحالۍ او سلامتیا لپاره زمونږ د شريكو اهدافو د کمزوري كوول په هيڅ صورت اجازه ورنه كړي ،غیر انساني بريد د دواړو هېوادونو تر مينځه په تل پاتې دوستۍ او مشترکه اقدار بريد دے ، دا پیښه د پاک چین دوستۍ دوښمنانو له اړخه رامخې ته شوې ۔ د ایوان صدر پریس ونګ تر مخه د دې خیالاتو څرګندونه صدر آصف علي زرداري د چین سفارت خانې دورې په موقع وكړه ۔د چین سفیر چیانګ زئے دونګ سفارت خانې ته په رسېدو د صدر آصف علي زرداري هر كلے وكړو ۔دغسې صدر بشام كښې په ترهه ګر بريد كښې د چینائي وګرو په وژنه د پاکستان حکومت او اولس د اړ??ه تعزیت وكړو ۔ صدر ووئېل پاکستانے قام د چین اولس په غم كښې برابر شریک دے ، د غم په دې ګھړۍ كښې د پاکستان اولس د چین اولس سره ولاړ دے ۔ ده ووئ??ل ??ښمن دا نشي قبولې چې د پاک-چین دوه ارخيزه اړېكې لا قوي كېږي ، په دې ناوړه فعل كښې ككړ مجرمان به انصاف سره مخ كولې شي ۔صدر ووئېل پاکستان كښې په بېلو منصوبو د کار كوونكو چینائي وګړو امنيت باوري كولو لپاره به ټول ضروري اقدامات كولې شي ۔دغسې د چین سفیر تعزیت لپاره په ذاتي توګه د سفارت خانب په دورہ کولو د صدر مننه وكړه ۔ د چین سفیر د ترهه ګرۍ مخ نيوي له د مرستې زياتولو ، پاکستان كښې د چین کارکنانو له تحفظ وركولو په ضرورت زور راوړو ۔ ده ووئ??ل ??رهه ګر د انسانیت دښمنان دي ، بے ګناہ خلق په نخښه كوونكې د نيولو ضرورت دے ۔د چین سفیر د پاکستان سره د مرستې لا قوي كولو ، د سي پیک پشمول نورو منصوبو لپاره د مرستې جاري ساتلو له د چین د عزم پخلے وكړو ۔ ده ووئ??ل ?? ژوند د ټولو څانګو څ??ه تعلق لرونكو پاکستانیانو د ترهه ګرۍ بريد غندنه كړې ۔ ده ووئېل د چین کارکنانو د پاکستان په سماجی او اقتصادي برمختګ كښې څرګند كردار ادا كړے ۔