اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د اکادمي ادبیاتِ پاکستان تر سيوري لاندې د عيد میلادُ النبی (صلی اللہ علیه و آله وسلّم) په مناسبت سره نن د شورو په ورځ يوه نعت??ه مشاعرہ وشوه۔د مشاعري مشري م??تر?? عرش هاشمي كوله۔په راغليو ميلمنو كښې ډاكټر ارشد محمود ناشاد، جناب منظر نقوي، جناب اختر عثمان او جناب عبدالقاد تابان شامل وو۔ډاكټر نجیبه عارف صدر نشین اکادمي ادبیات سپاس نامه وړاندي كړه او خپل نعتیه کلام ئې هم واورلو۔ د نعت??ه مشاعرې نظامت م??تر??ه در شهوار فیروز وكړو ۔ډاكټر نجیبه عارف د ټولو ګډون كوونكو شاعرانو مننه وكړه چا چې په دې مقدس او برکت لرونكې محفل كښې ګډون وكړو او سرورِ کونین احمدِ مجتبیٰ حضرت محمدِ مصطفیٰ صلی اللہ علیه وآلہ وسلم ته ئې منظوم عقیدت وړاندې كړو ۔ صدر محفل جناب عرش هاشمي ووئيل دا داسې ښكلې نعت??ه مشاعرې په كولو اکادمي د مباركۍ مستحق ده ۔ ده ووئيل د دې نعت??ه مشاعرې کیف او سرور څخه ډك لمحات د دې د قبولیت دلیل دے۔دې نعت??ه مشاعره كښې چې كوم شاعرانو خپل منظوم عقیدت وړاندې كړو په هغوي كښې ښاغلے عرش هاشمي، ډاكټر نجیبه عارف، ډاكټر ارشد محمود ناشاد، ښاغلے منظر نقوي، ښاغلے اختر عثمان، ښاغلے عبد القادر تاباں، حافظ نور احمد قادري، ډاكټر شازیه اکبر، م??تر??ه نصرت تاب نصرت، ښاغلے عالي شعار بنګش، ښاغلے سعید شارق، ښاغلے خضر سعید، ښاغلے احمد اقبال ترمزي، ښاغلے محمد ګل نازك، ښاغلے حسیب جمال، ښاغلے سردار یوسفزئ (پښتو)، ښاغلے جورشید ابن لبید ( پښتو)،ښاغلے اقبال حسین افکار ( پښتو)، م??تر??ه سارہ افکار ( پښتو)، ښاغلے اقدس ه??شمي ، ښاغلے حسن شهزاد راجه، اغلې افشاں عباسي، ښاغلے جنید نسیم سیټھی، او ښاغلے وسیم فقیر او نور شامل وو۔