اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د پاکستان انسټي ټيوټ آف ايجوکيشن د انجونو تعليم پحقل?? په شمېرو مشتمل د كال 23-2022 رپورټ په باقاعده توګه اجراء كړو، په يو كال كښې 21 ملين جي??كۍ په تعليمي ادارو كښې داخلې شوي٬ ګرد هېواد كښې 28 فيصده تعليمي ادارې جي??كو لپاره٬ 31 فيصد مخلوط او 41 فيصده تعليمې ادارې هلكانو لپاره دي، په رپورټ كښې د رامخې ته چېلنجونو مخنيوي لپاره كوټلې اقدامات تجويز كړې شوي۔ د شورو په ورځ د پاکستان انسټيټيوټ آف ايجوکيشن جوړ كړې شوي په پاکستان كښې د انجونو تعليم پحقله شمېرې او په رجحانات اډانه د كال 23-2022 رپورټ اجراء كولو دستوره د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ په آډيټوريم كښې وشوه ٬ چې پكښې د تعليم وفاقي وزير خالد مقبول صديقي خاص مېلمه ٶ٬ په دستوره كښې د تعليم ايډيشنل سيکرټري حسن ثقلين، د پاکستان انسټي ټيوټ آف ايجوکيشن ډائريکټر جنرل ډاکټر محمد شاهد سرويا، د علامه اقبال او پن يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر ناصر محمود، د پاکستان الائنس فار ګرلز ايجوکيشن ايګزيکټو ډائريکټر فجر نه علاوه نور شراكتدار او نمائندګان هم موجود وو۔ په رپورټ كښې د انجونو د تعليم په بېلا بېلو اړخونو رڼا اچولې شوې ٬ كه يو خوا په ځينې څانګو كښې پېشرفت شوے نو هلته ځينې چېلنجونه هم دغسې پاتې دي ٬ په كال 2022-23 كښې نزدې 21 ملینه جېنكۍ په تعليمي ادارو كښې داخلې شوي كومه چې د 25 ملين هلكانو په مقابل كښې ټېټه شمېره ده٬ اګر چه د دې فرق خاتمې لپاره اقدامات شوي خو اوس هم صنفي تف??يق موجود دے٬ په خاص توګه نزدې 13.71 ملینه اوس هم د سكولونو نه بهر دي او د هلكانو په مقابل كښې د جي??كو دا شمېره سكولو ته د تللو 7 فيصده كمه ده ۔ د تعلیمي ادارو شمېرو تر مخ?? په پاكستان كښې 2 لكه 38 زره 718 تعليمي ادارې موجود دي، چې پكښې 28 فيصده جي??كو لپاره، 41 فیصده هلكانو لپاره او 31 فيصده مخلوط تعليمي ادارې دي۔ د رپورټ له مخې ځېنې سيمو كښې په سهولتونو كښې بهتري راغلې خو 4 فيصده هلكانو لپاره د سكول مناسب ودانۍ اوس هم نشته ٬ او لس فيصده سكولونه د تل پاتي تعميراتي معيار له مخې نه دي ٬ د دې نه علاوه د انفراسټرکچر مسئلې اوس هم شته٬ د انجونو د 25 فيصده سكولونو مرمت ته ضرورت دے٬ د 6 فيصده حالت خطرناك ګرځولے شوے ٬ په 14 فیصده سكولونو كښې بېت الخلا نشته، 17 فیصده كښې د څښلو اوبه نشته او په 22 فيصده سكولونو كښې بجلي نشته ٬ په دې مسئلو قابو موندلو لپاره نورې پام لرنې او سرمايه كارۍ ته اړتيا ده