اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د روغتيا ??ړآوالي ادارې د اړخه منکي پاکس پبلک هيلتھ ايمر جنسي ګرځولې شوي دې نه پس په پاکستان كښې هم د دې ناروغۍ په ا??ه سختي نګرانۍ ته ا??تيا ده ۔ د وزير اعظم آفس ميډيا ??نګ د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د وزير اعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې منکي پاکس (Monkey Pox) په ا??ه مهمه غونډه وشوه چې پكښې د هېواد هوائي اډو، بندر ځايونو او په پولو د منکي پاکس اسکريننګ نظام كوټلې ، بارډر هيلتھ سروسز صورتحال نګراني او سخت سرويلنس ، نېشنل کمانډ اينډ آپريشنز سينټر ته د منکي پاکس په صورتحال نظر ساتلو او په دې اړه هره ورځ جاج اخستلو ،منکي پاکس جانچ په ا??ه ټول ضروري آلات او کټس وركولو باوري كولو، منکي پاکس خپريدو مخنيوي په ا??ه صوبائي حکومتونو، حکومت ګلګت بلتستان او د آزاد جمو او کشمير حکومت سره رابطې ښه كولو او منکي پاکس په ا??ه كوټلې خبرتيا ??مپائن پيل كولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د منکي پاکس په ا??ه دې اوونيز بريفنګ وركړی شي۔بريفنګ په مهال غونډې ته ووئيل شول چې اوسنيو كښې مردان ضلع يو تن كښې منکي پاکس وائرس تصديق شوې،د ځپلې شوي تن روزګار په لړ كښې بهر هېواد كښې ؤ او اوسنيو كښې پاکستان ته راغلے،ځپلې شوې تن قرنطينه كړې شوي ،ځپلې شوې تن حالت خطرے سڅخه بهر دے۔غونډې ته ووئيل شول چې پاکستان كښې دا مهال منکي پاکس لوکل ټرانسمشن نشته۔د روغتيا ??ړآوالې ادارې د اړخه په 14 اګست 2024 منکي پاکس پبلک هيلتھ ايمرجنسي ګرځولې شوي دې نه پس نېشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر (اين سي او سي ) د اړخه د منکي پاکس په حقله نېشنل ??يډوائزري او ضروري هدايات جاري کړې شوي،وفاقي حکومت او صوبائي حکومتنو د منکي پاکس په ا??ه خبرتيا ??يل كوي۔ په دې موقع ووئيل شول چې منکي پاکس په ا??ه سول ايوي ايشن اتھارټي بهر هېوادونو څخه راتلونكو پروازونو نګراني کېږي۔صوبائي حکومتونو، د ګلګت بلتستان حکومت ، د آزاد جموں و کشمير حکومت او اسلام آباد کيپيټل ټيريټري انتظاميې لويو روغتونو كښې آئيسوليشن وارډز جوړ شوي۔په غونډه كښې د وزيراعظم د قامي روغتيا صلاحكار ډاکټر ملك مختار احمد بھرتھ ، وفاقي سيکرټري ندېم محبوب ، د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي چئيرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك ،څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او آزاد جموں او کشمير چيف سيکريټريز ، د اسلام آباد چيف کمشنر کيپيټل ټيريټري او اړوندو اعليٰ سرکاري افسرانو ګډون وكړو۔