آستانه 04 جولائی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهبازشریف وئيلي دي شنګھائی مرستې تنظیم د سيمې اولس سماجي او معاشي پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كوي، مونږ شر??ك چيلنجونه لرو،په ګډه به د پرمختګ او سوكالۍ لپاره كار كول وي، اېس سي او دې پرمختيائي پروژو لپاره د متبادل فنډنګ تګلاره جوړه كړي، اف??انستان كښې جامع امن زمونږ شريك هدف دے ، اف??انستان دې د ترهه ګرۍ په ضد كوټلې ګامونه پورته ??ړي دغسې چې د هغوې خاوره د كوم بل هېواد په ضد ونه كارولې شي،د ریاستی ترهه كرۍ دې غندنه وكړې شي ، په غزه كښې د انسانیت په ضد ظلمونه روان دي، پاکستان به سږ كال اکتوبر میاست كښې د اېس سي او مشرانو غوندې كوربتوب كوي، پاکستان به اېس سي او متحرك تنظیم جوړ??لو او د اهداف سر ك??لو له بشپړ كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د زيارت په ورځ د شنګھائی مرستې تنظیم کونسل سر مشريزې غوندې ته ??ينا كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل غوندې ته ??ه مخاطب كيدو خوشحاله شوے يم، آستانه يو ښكلې ښار دے،په زړه پورې ميلمستيا كولو د ټ??لو مننه كوم۔د تير يو كال راهسې اېس سي او د چیئر په حیث سره قازقستان ښه کردار ښودلے ۔راروان كال لپاره صدر شي جن پھنګ ته د اېس سي او په چیئرمېن شپ ترلاسه كيدو مباركي وركوم۔ ده ووئېل اېس اي او د سيمې اولس سماجی او معاشی پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كوي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ شر??ك چیلنجونه لرو،مونږ له به په ګډه د پرمختګ او سوكالۍ لپاره كردار ترسره كول وي،د سيمې روښانه سباؤن لپاره به مونږ له جغرافیائي سیاسي محاذ آرائې څخه خپل ځان خلاصول وي۔پاکستان د خپلې محل وقوع په اعتبار سره د تجارت مهمه مركز دے، سی پیك د لارې د پرمختګ او سوكالۍ ترلاسه ك??لو پلو روان يو۔ ده ووئېل اېس سی او دې پرمختيائي پروژو لپاره د متبادل فنډنګ تګلاره جوړه كړي، ماحولیات تحفظ لپاره د اېس اي او اقدام د ستائنې وړ دے۔ ده ووئېل بیلا روس ته ??ه اېس سی او كښې په شمولیت مبارکي وركوم۔ وزیراعظم ووئيل د غريبۍ ختم??لو له به كار كول وي، اف??انستان كښې جامع امن زمونږ شريك هدف دے،پاكستان په اف??انستان كښې امن ليدل غواړي ۔ د اف??انستان عبوري حکومت سره معنی لرونكې خبرې اتري به كول وي دغسې چې هلته د اولس مسئلې حل شي۔ ده ووئېل اف??انستان دې د ترهه ګرۍ په ضد جامع اقدامات وكړي دغسې چې د هغوې خاوره د كوم بل هېواد په ضد ونه كارولې شي،د ریاستی ترهه ګرۍ دې غندنه وكړې شي۔ ده ووئيل پاکستان د هر ډول ترهه ګرۍ خوا كه هغه ریاستی ترهه ګري وي يا د كوم تنظیم یا فرد د اړخه وي بشپړه غندنه كوي۔د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد شريك او كوټلو اقداماتو ته اړتيا ده۔ اسلامو فوبیا او د لسانیت په ضد به غږ پورته ??ول وي۔ ده ووئېل مونږ له به د سلامتی کونسل په قراردادونو عمل درآمد باوري كول وي۔په غزه كښې د انسانیت په ضد ظلمونه روان دي، پاکستان به سږ كال اکتوبر میاشت كښې د اېس سي او سر مشريزې غوندې كوربتوب كوي۔پاکستان به اېس سي او متحرك تنظیم جوړ??لو او اهداف سر ك??لو له خپل بشپړه كردار ترسره كوي۔ده ووئيل پاکستان په تعصب او امتیار اډانه د تقسیم پالیسیو او په نسلي او مذهبي بنیاد كركې له د هوا ورك??لو مخالف دے۔وزیراعظم ووئيل د خپلواكۍ، سيمه ايزې سلامتيا او د وګړو د خپلواكۍ بنيادي حق كوم چې په نړيواله توګه تسليم شوي ٬ د اص??لو احترام ته اړتيا ده۔ اېس سي او دې د فلسطین په صورتحال غږ پورته ??ړي۔ ده ووئېل د اسرائیل د بربریت کارروائیو غندنه او په سمدستي توګه دې جنګ بندي وكړې شي۔ فلسطین كښې 37 زره ته ??زدې بے ګناه وګړي شهيدان كړې شوي چې پكښې زياتره ميرمنې او ماشومان شامل دي۔د اسرائیل د اړخه 20 لکهه فسلطینیان بے كوره كړې شوي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان د فلسطین مسئلې د 1967 څخه وړاندې پ??لو په بنیادونو د دوه ریاستی حل مرستيال دے د كوم ترمخه چې د فلسطین ریاست جوړ وي او د دغې پايه تخت القدس وي۔ پاکستان سږ كال اکتوبر میاشت كښې د اېس سي او مشرانو غونډې كوربتوب له لوظي دے۔ ده ووئېل د اېس سي او غړو هېوادونو سره مرستې ته د پاکستان په خارجه پالیسۍ وړومبۍ پام لرنه كولې شي ۔ پاکستان به اېس سي او متحرك تنظیم جوړ??لو او اهداف سر ك??لو له خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔