اسلام اباد۔08 مئي(اے پي پي) په اكادمي ادبيات اسلام اباد ??ښې د اهل قلم سره د ملاقات يوه دستوره نن د شور?? په ورځ وشوه ٬ چې پ??ښې د پښتو ژبې پروفېسر ډاكټر سلمه شاهين ٬ د سرائېكۍ رفعت عباس ٬ د بلتي ژبې يوسف حسېن ابادي پشمول ډاكتر معين الدين عقيل ٬ منير احمد باديني د خپل ژوند او ادبي هڅو سره سره د ژب?? په ترويج ٬ پرمختګ او اهميت ګټورې خبرې وكړې ٬ په دې مهال د اكادمي ادبيات مشره ډاكټر نجيبه عارف پشمول يو شمېر اهل قلم موجود وو۔ د مارګلې په لمن ??ښې په دې راجوړه دستوره ??ښې د شاعرانو او اديبان?? په زاتي ژوند ٬ هلو ځلو او د قلم او لفظون?? په حرمت خبرې په زړه پورې ډول وشوې ۔د دستورې په مهال د سرائېكۍ ژبې يو نظم هم په ترنم وړاندې كړے شو چې ورسره د محفل خوند رنګ ي?? په دوه شو۔ د دستورې په اخر ??ښې د اكادمي ادبيات مشرې ډاكټر نجيبه عارف د راغلو مېلمنو مننه كولو سره ووئېل ژبه زمونږ د روابط مهمه زريعه ده ٬ كه حالات هر څه وي خو شاعر اديب د مينې پېغام عام كولو لپاره خپل كردار تر سره كوي٬ دې ووئېل ټولې ژبې زمونږ خپلې دي او اكادمي د ټولو ترويج لپاره هڅې كوي۔