اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د از??کستان ??فير علي شير توختيوف د زيارت په ورځ د قومي خبر رسني ادارے”ايسوسي ايټډ پرېس آف پاکستان ” (اے پي پي) دوره وكړه او د اے پي پي منېجنګ ډائريکټر محمد عاصم کھچي سره ئې په دوه اړخيزه ميډيا مرسته او په شريكو اداره جاتي تجربو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د ملاقات په مهال دوئي د دواړو هېوادونو د قامي خبر رسنو ادارو اے پي پي او از??کستان نېشنل نيوز ايجنسۍ (يو زيډ اے) ترمينځه د مفاهمت په يادښت لاس ليك كولو ته هم سلا شول۔د از??کستان ??فير ووئيل د شريكو ??علوماتو ګډولو كښې د ميډيا كردار د دواړو هېوادونو د اړيكو ??پاره مهم دے۔په دې لړ كښې دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د از??کستان ??رکاري خبر رسنې اداره يو زېډ اے او اے پي پي ترمينځه د خبرونو او معلوماتو تبادلو پراخه امکانات شته او د مفاهمت په يادښت د لاس ليك عمل ته حتمي شکل وركولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل بايد د پاکستان ??و از??کستان ??رمينځه د ميډيا پلاويو تبادله وكړې شي دغسې چې د دواړو هېوادونو ميډيا هاؤسز يو بل ته رانزدې شي۔د از??کستان ??فير علي شير توختيوف ووئيل اسلام آباد كښې د از??کستان ??فارتخانه ساده او آسانې ويزا آسانۍ وركوي۔دې نه ځانله په دې وروستيو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه نيغ په نيغه فضائي پروازونه پېل شوي د كوم چې په ميډيا كښې رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ د نيغ په نيغه فلائټ آپريشن په اړه ده ووئيل د از??کستان ??و پاکستان ??رمينځه نېغ په نېغه پروازونه نومبر 2024 كښې پېل شوې ؤ د كومو په نتيجه كښې چې دوه لوې ښارونه تاشقند او لاهور يو بل سره تړلې شوي۔د از??کستان ??فير ووئيل دې پرېكړې سره نه يوازي د دواړو هېوادونو ترمينځه مزل آسان ??وې بلكه اولسي رابطو سره سره د مزل او سېلګرۍ صنعت لپاره نوې موقعې هم رامخې ته شوي دي۔ علي شير توختيوف ووئيل از??کستان كلتوري ، تاريخي او قدرتي ورثه لرونكے هېواد دے چرته چې د سېلګرۍ پراخه موقعې شته۔ مونږ د پاکستان ??پلو وروڼو سره شريكه تاريخي ورثه، ښكلي روايات او د سېلګرۍ زړه راښكونكي موقعې شريكولو ته هركلے وايؤ۔ ده ووئيل د از??کستان ??و پاکستان ??رمينځه ټرانسپورټ رابطي لرل نه يواځي د دواړو هېوادونو بلکه ټولي سيمي لپاره اسټريټجکي اهميت لري۔
د از??کستان، پاکستان ??و افغانستان ??کومتونه د شريكې اقتصادي او بنيادي ډھانچې په منصوبو عمل درآمد كښې په فعال ډول مرسته كوي او په دې كښې يوه د ټرانس افغان ??ېلوے جوړول دي۔ ده ووئيل ”ترميز۔کابل۔پشاور” رېلوے منصوبه د منځنۍ او سوئيلي اسياﺀ ترمينځه د سيمه ايزو رابطو بحالۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د آټوموبائل روټس په پرمختك كښې په شريكو ??نصوبو كار روان ??ے۔سفير ووئيل په خاص توګه ګڼ اړخيزه ټرانسپورټ کورېډور ”بيلاروس۔روس۔قازقستان۔ازبکستان ۔ افغانستان۔پاکستان” پرمختګ لپاره به د نړيوالي مرستي منصوبې له په كوټلي ډول وده وركولې شي۔ په دې موقع د اے پي پي منيجنګ ډائريکټر محمد عاصم کھچي ووئيل پاکستان ??و از??کستان ??اريخي، مذهبي او كلتوري خپلولي لري د كومو جرړې چې تاريخي اعتبار سره ژورې دي۔ ده ووئيل تاشقند، ثمرقند او بخارا اسلامي تاريخ كښې لوے اهميت لري او زمونږ پلاران ??و نيكونه د پېړو راهسې دغې ښارونو سره تړلې شوي دي۔ د اے پي پي مېنجنګ ډائرېکټر ووئيل قومي خبر رسنه اداره به د پاکستان ??و از??کستان ??رمينځه د ميډيا په كچه دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو له بشپړه مرسته كوي۔ محمد عاصم کھچي ووئيل د از??کستان ??پلې تېرې دورې په موقع ما د دواړو هېوادونو سرکاري نيوز ايجنسيو ترمينځه د شريكي مرستي په يادداښت د خيالاتو څرګندونه كړې وه كومې له به چې حتمي شكل وركول وي۔