اسلام آباد 07 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي او د ا??ل??عا??٬خپرونو٬قومي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ ترم??نځ?? د زيارت په ورځ مهم ملاقات شوے۔دواړو لارښودو ترم??نځ?? په صوبه كښې د امن او امان په وضعه او د صوبائي حكومت چارو ته د پام لرنې نه كولو بشمول معاشي پرمختګ لپاره د وفاقي حكومت په اقدامات٬ د ځوانانو په ګتورو هلو ځلو كښې په مشغولتيا او صوبه كښې د دانش سكول جوړولو په بابله په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخواكښې د امنيت په موجوده صورتحال٬په دې ګښې د ښه والي په اقدامات هم خبرې وشوې ۔دواړو لارښودو په خېبرپښتونخوا كښې د امن او امان په ناوړه صورتحال د تشويش څرګندونه وكړه ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر او د ا??ل??عا?? وفاقي وزير په صوبه كښې د امن او امان بحالۍ لپاره په شريكو هڅو زور راوړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼډي په دې موقع ووئېل په خېبرپښتونخوا كښې ځوانان د اړي ګړي سياست نه لرې ساتلو او مثبت هلو ځلو پلو راغب كولو لپاره به اقدامات پورته كولې شي۔د ا??ل??عا?? او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ووئېل وفاقي حكومت په خېبرپښتونخوا كښې د امنيت په اړه هر ممكنه مرستې وركولو لپاره چمتو دے۔د ا??ل??عا?? وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت په صوبه كښې د دانش سكول جوړولو او معياري تعليم ودې په اړه اقدامات كوي٬په خېبرپښتونخوا كښې د امن او امان بحالۍ ته وفاق پام لرنه كوي ٬د خېبرپښتونخوا خلق زمونږ وروڼه دي٬د هغوي خېرښېګړې ته وفاق وړومبې پام لرنه كوي ٬ ده ووئېل د خېبرپښںتونخوا اولس به د خپل حق څخه محروم نه كړے شي٬په صوبه كښې به د كلتور هلو ځلو ته وده وركولې شي۔په ملاقات كښې په ډېره اسماعيل خان كښې ميډيا حب جوړولو او د نورو آسانيو په وركولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د ا??ل??عا?? او خپرونو وزارت او د دې ماتحت ادارو كښې جدت او مثبت بدلونونه خوشبينه وګرځول۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د تعليمي او كلتور هلو ځلو ودې په اړه په بېلو وړاندېزونو هم بحث وشو۔