اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير اعظ?? نذير تارړ وئيلي دي د آئين دننه قانون سازي كو?? د پارلمان اختيار دے٬ په مجوزه آئيني عدالت كښې به د وفاق د ټولو برخو نمائندګي وي، مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټن په ميثاق جمهوريت لاسليك كړے٬ دا پرېكړه شوې چې د انصاف نظام دې آسان كړے شي۔ د شورو په ورځ د وكيلانو تنظيمونو نمائندګانو ته خپلې وېنا كښې ??ه ووئيل د آئيني عدالت جوړولو مطالبه پخواني وزيراعظم نواز شريف او شهيدې بېنظير بھټو په لاس ليك شوي ميثاق جمهوريت كښې كړې وه٬ دا د وكيلانو تنظيمونو٬ اتحادي ګوندونو او د رياست د نورو ادارو زړه غوښتنه هم وه۔اعظ?? نذير تارړ ووئيل د وفاقي کابينې منظورۍ نه وروستو آئيني بدلون پارلمان ته وړاندې كېږي او په آئين كښې بدلون په پارلمان كښې په دريو كښې د دوو برخو په اكثريت سره كېږي۔ ??ه ووئيل د آئيني عدالت جوړولو يو مقصد د آرټيکل 184 له مخې د سوموټو اختيارات تعين کول دي، په مجوزه آئيني عدالت كښې به د وفاق د ټولو برخو نمائندګي وي٬ ??ه ووئيل كو?? وخت چې حكومت قانون سازي كو??ه ھغه د فرورۍ وروستۍ او د مارچ د پېل ورځې وې، ھغه وخت چې پاکستان پيپلز پارټي سره خبرې پېل شوې نو زه د دغه مذاكراتي ډلې برخه ووم ٬ ځېنې غوښتنې د پيپلز پارټي لخوا شوي چې پكښې جوډيشل او ليګل ريفارمز هم وٶ او دا د پاکستان مسلم ليګ (ن) د منشور برخه هم ده او د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف دا خواهش ٶ چې تر عامو وګړو د انصاف رسنې لپاره او عدالتي نظام چې پكښې زمونږ رېنكنګ ډېر لاندې روان دے پكښې اصلاحات لپاره يو جامع پېكج وراندې كړے شي ٬??ه ووئېل په دې لر كښې وزيراعظم يو جوډيشل ريفارمز کميټي جوړه كړې وه چې پكښې نه يوازې د سياسي ګوندونو نمائندګان شامل وٶ بلكې د بار كو??سلز او بار ايسوسي ايشنز څخه هم نامزدګۍ پكښې وې ٬ پاکستان پيپلز پارټي ھغه وخت هم د چارټر آف ډيموکرېسي د نامکمل ايجنډې پحقله ووئيل چې تاسو په دې كار وكړئ٬ په دې تناظر كښې دا كار پېل شو ٬ د پاکستان پيپلز پارټي ليګل ډلې ځينې ملګرو او د پاکستان مسلم ليګ (ن) لخوا ما ته دا ذمه واري سپارلې شوې وه۔ ??ه ووئېل مسلم ليګ (ن) يوازې حكومت نه دے٬ كو??ې كو??ې مطالبې چې رامخې ته شوې وې٬ د بار زړې مطالبې هم پكښې وې?? ??ه ووئيل دا خبره بيا بيا په ګوته كړې شوه چې انصاف په نظام كښې د كمزورۍ په سبب د ترهګرۍ خاتمه نه ده شوې، زمونږ كو?? ځوانان چې قربانۍ وركوي٬ كو?? ځوانان چې په وردۍ كښې شهيدان كېږي آيا د ھغوي مېندې پاكستانۍ نه دي، د ھغوې كو??ډې زمونږ خوېندې نه دي ٬ د ھغوي چې لوڼه ??و زامن يتيمانان شوي ولې د ھغوي په رګونو كښې اوبه دي وينه نه ده۔ ??ه ووئيل د ترهګرۍ په پېښو٬ بمي چاٶدنو٬ بريدونو كښې د ځواكونو اهلكار او سوېلين شهيدان شوي، په ھغې كښې د ترهګرۍ عدالتونو څخه څومره سزګانې اورولې شوي؟ ۔ په دې مهال د پيپلز پارټي سينيټر فاروق ايچ نائيك خپلې وېنا كښې ووئيل آئيني عدالت د وخت ضرورت دے٬ په لويديزو جمهوريتونو كښې آئيني عدالتونه شته۔ زمونږ دا خواست دے چې په دې كښې لړ كښې كمېټي جوړه شي كو??ه چې د قام په ګټه كښې د مجوزه آئيني عدالت جوړولو اغراض و مقاصد او مجموعي خاکه وړاندې كړي او د دې نه وروستو دې د بار کونسلز په مشاورت دا عملي كړې شي٬ په ميثاق جمهوريت كښې هم مسلم ليګ ن او پيپلز پارټي په آئيني عدالت اتفاق كړے ٶ