اسلام آ??اد??3 ستمبر(اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې به د خېرات نړيواله ورځ د ستمبر په 5 مه نېټه ل??ان??لې شي۔ هر كال په ګرده نړۍ كښې د خېراتونو او عطيو د لارې د رنځونو مخنيوي ٬ د كوچنيانو تحفظ او د زرګونو په شمېر خل??و مرسته كولې شي۔ د عطيو اهميت ته پام كولو سره ملګرو ملتونو په كال 2012 كښې په نړيواله كچه د دې ??رحې ل??ان??لو پرېكړه كړې وه او دغې څخه وروستو هر كال باقاعدګۍ سره دا ورځ ل??ان??لې شي۔ دا ورځ په 5 ستمبر د ل??ان??لو يو سبب د مدر ټريسا په دې ??رځ په حق رسېدل هم دي٬ كومې چې خپل ټول ژوند د چېرټي كارونو له وقف كړے ؤ۔ د دې ??رځ ل??ان??لو مقصد بېل خېراتي كار??نه په ډاګه كول دي دغسې چې په پرمختګ كوؤنكو هېوادونو كښې د بې وزلۍ ختمولو له دې ته زيات تقويت وركړے شي۔ د يو تحقيق له مخې هر هېواد په خاص توګه پرمختګ كوؤنكي هېواد??نه د معاشی، سماجي او كلتوري وضعې له امله د بې وزلۍ په څير چېلنج سره مخ دي۔ هم دا سبب دے چې ملګرو ملتونو په ټولو غړو هېوادونو زور راوړے چې هغه د خېراتي تنظيمونو او د وګړو په هڅو كښې خپله برخه واچوي دغسې چې د بې وزلۍ په نړيواله مسئله قابو وموندلے شي۔