اسلام آباد 19جولائي (اے پي پي)د قو??ي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې د پارليمان او اولس ترمينځه ژور تړون سره به په هېواد كښې جمهوريت مستحكم شي۔ ينګ سټيزن انټرن شپ پروګرام سره به د سباؤن مع??ارانو ته د پارليمان او د دې د كار نظام په اړه خبرتيا ترلاسه شي۔ د جمعې په ورځ د ينګ سټيزن انټرن شپ پروګرام ګډون كو??كو ته خپله وېنا كښې ده ووئيل چې ټولو ماشومانو ته پارليمان ته په راتللو هركلے وايم٬ قو??ي اسمبلۍ كښې د ماشومانو د انټرن شپ پروګرام بنياد په 2014 كښې اېښودلې ??وې٬ د ماشومانو انټرن شپ پروګرام زما زړه ته ډېر نزدے دے٬د ماشومانو روښانه سباؤن لپاره به ټول ممكنه اقدامات كو??۔ ده ووئيل چې خوشحاله يم چې په دې پروګرام كښې د هېواد د ټولو سيمو او طبقاتو نمائندګي ده٬پارليمان د 25 كروړه اولس دانش ګاه ده۔ ده ووئيل چې د پارليمان او اولس ترمينځه نزدې تړون سره به په هېواد كښې جمهوريت مستحكم شي۔ د ينګ سټيزن انټرن شپ پروګرام دلارې به د سباؤن مع??اران پارليمان او د دې د كار نظام څخه خبر شي۔ ده ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې د هېواد سباؤن په محفوظ لاسونو كښې دے۔ ده ووئيل چې د هېواد پرمختګ لپاره ضروري ده چې ټول په ګډه كار وكړي۔ د قو??ي اسمبلۍ سپيكر د ماشومانو په پروګرام كښې په بشپړه ګډون باوري كو??و زور راوړو۔