اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د نادرا په اړه د جاج اغستو غونډه د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې د نېشنل رجسټريشن پ??لي??ۍ جوړولو پرېكړه وشوه ۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل شناختي كارډ او د شهريت مستند كېدل ډېر اهميت لري٬ ??ه دې لړ كښې به د ټولو صوبو اتفاق ??رل??سه كول هم ضروري دي، يونين کونسل ته ??ه دې لړ كښې د بنياد درجه ??رل??سه ده٬ د نادرا يونين كونسلز ته رسنه ??ه دې لړ كښې ډېره ضروري ده، ده ووئېل نوې پ??لي??ۍ سره به د شهريت د غېر قانوني اندراج لا??ه هم ونيولې شي، د كومې په سبب چې غېر ملكيانو ته د شناختي كارډ او پاسپورټ جاري كولو معامله رامخې ته شوې۔ په غونډه كښې په شپږو لويو ښاريو كښې د نادرا په سنټرز كښې د اضافي پلان جاج هم واغستلے شو چې پكښې کراچۍ، لاهور، پېښور، کوئټه، اسلام آباد او د پېنډۍ نه علاوه ملتان هم د شاملولو پرېكړه وشوه۔ داخله وزير ووئيل دې پلان ته حتمي شكل وركولو سره دې په راتلونكو څو ورځو كښې عملدرامد پېل كړے شي، دغسې چه اولس د غېر ضروري ګڼې او د زحمت نه بچ كړے شي، ده ووئېل د اولس سهولت لپاره د خدمت مركزونه دې هم د نادرا په كاٶنټرز پېل شروع شي ٬ د وزير داخله دورو او د دغې نه وروستو د شوو اقداماتو څخه د انتظار وخت د 120 دقيقو نه 75 دقيقې پاتې شو ، دغسې داخله وزير د وخت لا كمولو امر وكړو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول دا مهال د نادرا رجسټرېش?? د ??جموعي آبادۍ 85 فيصد دے۔ په غونډه كښې داخله سېكرټري خرم علي آغا، د نادرا چئيرمېن لېفټيننټ جنرل محمد منير او سينئر چارواكو ګډون كولو۔