اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) سېنېټ كښې د پ??کس??ان مسلم لیګ (ن) پارلیمانی ګوند لارښود او خارجه چارو كمېټۍ مشر سینیټر عرفان صدیقی وئيلي دي چې تحریك ا??صا?? يوه فتنه ده،د خېبر پښتونخواحکومت سرکاری وسائلو سره په وفاق پرلشکر کشی شوي، دغه ډله كه د قانون سره مخ نه كړې شوي نو بيا په کالعدم تنظیمونو د بنديز كوم جواز نه پاتې كيږي۔ نجی ټی وی چینل سره خبرو كښې ده ووئيل تحریك ا??صا?? ته سیاسی ګوند نه شي وئيلي كيدے، دغه يوه ډله او فتنه ده، 2014 راهسې دې د هغوي تاريخ وكتلے شي، هغوي په هېواد كښې د سول نافرمانۍ يو تحریك چلولو اعلان كړې ؤ، په پ??کس??ان ټیلی ویژن ، پارلیمنټ ، وزیراعظم هاؤس بريد شوې ؤ ،په 9 مئی دغه ګوند بيا د هېواد په دفاعی تنصیبات بريد كړې ؤ۔ده ووئيل پ??کس??ان پشمول ټوله نړۍ كښې د دغه ګوند مثال نه ترلاسه كيږي كوم چې د سیاسی جماعت په حيث داسې كار كړې وي،په داسې حالاتو كښې به دغه ګوند په اړه سوچ كول وي۔