اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د سموآ په فاګالي كلي كښې خلقو تود او په زړه پورې هركلے وكړو كوم چې د دولت مشتركه د سرمشريزې غونډې كوربتوب كوي۔ د خارجه دفتر له مخې د سموآ د مېرمنو ٬ كميونټيز او سماجي پرمختګ وزير ملیپولا اناروسا الی مولیو او د فګالی كلي مشرانو او ځوانانو د نائب وزيراعظم هركلے وكړو۔ د كلي لارې كوڅې د پاكستان په قامي شين او سپين رنګونو ښائس??ه كړې شوې وې?? مقامی کمیونټی روایتی ساموئی كلتور او رقص وراندې وكړو كوم چې د پاكستان او سموآ په شمول د دولت مشتركه د هېوادونو ترمينځه د مضبوط تړون علامت دے۔ نائب وزيراعظم د فاګالی كلي د خلقو د مهربانۍ او مينې ستائنه كولو سره ځايي سكولو لپاره د رنګ روغن پېك??ج اعلان كړو