فېصل آباد۔9 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف وئيلي دي چې د ت??هګ??ۍ تر بشپړه خاتمې به جنګ روان ساتلے شي ٬ د هېواد سلامتيا لپاره د پاك پوځ د افسرانو او ځوانانو قربانۍ كله هم هېرېدې نه شي۔ لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت خپل وطن سره د وفا لوظ پاللو سره خپل نن زمونږ په سبا قربان كړو٬ قام د پاك پوځ په قربانيو وياړي۔ د شورؤ په ورځ وزيراعظم فېصل آباد ته تللو سره د قطبي وزيرستان په سپن وام سيمه كښی د فتنة الخوارج په ضد جنګ كښې د شهادت درناوي ترلاسه كوؤنكي لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت شهید كورنۍ سره غمرازي او شهيد لپاره د بخښنې دعا وكړه۔ ?? دفاع وف??قي وزير خواجه آصف ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وف??قي وزير عطاﺀ تارړ ٬ د وزير اعظم صلا??كا?? رانا ثناﺀ او سېنېټر طلال چوهدري هم وزيراعظم سره ؤ۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاك پوځ په شهيدانو زما په شمول ټول اولس وياړي۔ د هېواد سلامتيا لپاره د پاك پوځ د افسرانو او ځوانانو قربانۍ د هېرولو نه دي۔ پاكستانې قام به د خپلو شهيدانو او د هغوي د كورنيو قرض دارې پاتې وي۔ ده ووئيل د هر ډول ت??هګ??ۍ نوغې ويستلو عزم لرؤ۔ وزيراعظم ووئيل د ت??هګ??و په ضد امنيتي ځواكونو كاميابې كارروايۍ كړې دي۔ لېفټېننټ كرنل محمد علي شوكت د خپل ژوند له پروا كولو پرته په مړانه د دښمن مقابله وكړه۔ ??غه زمونږ سبا لپاره خپل نن قربان كړو۔ ??غه وطن سره د وفا كولو لوظ وپالو۔ لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت د 4 او 5 اکتوبر په منځومانۍ شپه كښې د شمالي وزيرستان په سپن وام سيمه كښې د ت??هګ??و په ضد د كارروايۍ په مهال د فائرنګ په تبادله كښې شهيد شوے ؤ۔ ده سره د پاك پوځ نور 5 ځوانان هم شهيدان شوي وو۔ په دغه كارروايۍ كښې 6 خوارجي هم وژلې شوي وو۔