لاهور 25 ستمبر (اے پي پي) موسمياتي ب??لون لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر رومينه خورشيد عالم وئيلي دي د ماحولياتي ب??لون په اړه كار كول د ټولو ذمه واري ده، د ماحولياتي ب??لون پحقله پاليسۍ موجود دي او په دې به عملدرامد باري كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په ايوان اقبال كښې سېمينار او ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع فوکل پرسن طاهر شهباز، د برګد آرګنائزيشن سي اي او ميډم صبيحه ،رضا کاظمي، ميډم عظمي او د ماحولياتي ب??لون په اړه د کار كوونكو سكولونو ماشومان په لويه شمېره موجود وو۔ سيمينار ته د وېنا په مهال دې ووئيل ماحولياتي ب??لون ډېره سنګينه مسئله ده او پاکستان د موسمياتي ب??لون څخه ځپلے شوو هېوادونو كښې وړومبے دے۔ دې ووئيل په قامي آبي ، غذائي او نيشنل ډيزاسټر رسک ريډکشن په پاليسيو عمل كوٶ ،آبي تحفظ ، زرعي پائيداري او د ناڅاپي افتونو خطر كمولو لپاره كار كوٶ٬ د پاکستان سباٶن روښانه دے٬ په سېلاب او نورو طبعي آفتونو كښې مونږ تل يو كېږو۔ ميډيا سره په خبرو كښې دې ووئيل د سموګ مخنيوي لپاره پاليسيز رامخې ته كېږي٬ د صوبو ترمېنځه همكارۍ او رابطو لپاره كار كوٶ٬ د حكومت د مثبت پاليسيو خواږه به ډېر زر رامخې ته شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل پاكستان د موسمياتي ب??لون څخه د ځپلې هېواد او د مسئلو رامخې ته كولو لپاره په نړيوال فورمز هم غږ پورته كوي۔ د سيمينار په پائې كښې رومينه خورشيد عالم د کوپ 29 له مخې د ماحولياتي ب??لون له مخې كار كوٶنكو ماشومانو سره ګروپ فوټو جوړ كړو او د دوي د كار ئې ستائنه وكړه۔