واشنګټن۔4 ستمبر(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان نوي سفير رضو??ن سعيد شېخ په امريكائي كانګرېس كښې د پاكستان كاكس غړي تام سوزي ??ره ټېلېفوني خبرې كړي په كومو كښې چې د دوه اړخيزه مرستې په لا پياوړتيا د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د پاكست??ن سفارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې ټام سوزي پاكستاني سفير ته په امريكا كښې د نوو ذم?? وارو په سنبالولو مباركي وركړه۔ پاكستاني سفير دواړو هېوادونو او سيمې لپاره د پاك امريكا اړيكو په اهميت زور راوړو۔ د پرېس ریلیز له مخې پاكستاني سفير رضو??ن سعید شېخ په دوه اړخيزه مثبته همكارۍ خپلو خبرو كښې ووئيل مونږ ګڼ اړخيزه اړيكې او په خاص توګه اقتصادي اړيكې لا پياوړې كولو له د خېرسګالۍ او د ملګرتيا جذبې په بشپړ ډول د كارولو عزم لرؤ۔ سفير د آزادۍ ورځې په موقع د خېر سګالۍ او مباركۍ په پېغام د ټام سوزي مننه وكړه۔ د كانګرېس غړي ټام سوزي ?? پاك امريكا اړيكو په پياوړتيا او هېواد لپاره د خذمات په ترسره كولو د پاكستاني كميونټي ستائنه وكړه۔ د خبرو په مهال دوئي پاك امريكا اړيكې مضبوطولو ٬ په اولسي كچه اړيكو ته ودې وركولو له په ګډه كار كولو او په امريكائي كانګرېس كښې د پاكستان كاكس لا فعاله او مضبوطولو له د عزم پخلے وكړو