مدینه منورہ ۔2جولائی(اے پی پی) د پ??کستان حج ډائرېکټورېټ جدہ ډائرېكټر جنرل عبدالوهاب سومرو د حج آپرېشن كاميابۍ سره په بشپړېدو د شكر ادا كولو سره وئيلي دي پاكستاني حجاج كرام د وزارت د استوګنې او خوراك انتظامات څخه زيات مطمئن دي٬ مونږ دا خبره باوري كړې چې حجاج كرام سكون سره پاتې شي۔ دا خبره ده د مذهبي چارو ميډيا سېل سره په مدينه منوره كښې يوه مركه كښې وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځ??اب كښې عبد الوهاب سومرو حجاج كرام لپاره د تج??بې لا ښه كولو عزم ښكاره كړو۔ د ده وېنا وه چې مونږ به په راروان حج كښې د استوګنې انتظام لا ښه كولو سره سره په حج پېكجز كښې ن??ې خصوصيات معارفي كړؤ په كومو كښې چې كورنيو لپاره د جلا استوګنې انتظام هم شامل دے دغسې چې هغوي يو ځايې پاتې شي۔ ده ووئيل په كال 2024 كښې شارټ پېكج حج كښې 16 زره حاجيان راغلي او راتلونكې كال كښې به دا شمېره لا زياته شي۔ عبدالوهاب سومرو د مذهبي چارو د وزارت د عملې د فعاله هڅو او په مدينه منوره كښې د پ??كستان حج مشن د ډائرېكټر جنرل ضیا الرحمان د خذمات ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د حجاج كرامو ټولې جائز ګېلې به په سمدستي توګه لرې كولې شي